بشار الاسد:
د ادلب او حلب د آزادۍ عملیاتو د دښمنانو پوزه په مځکه راکښله
د ترکیې ولسمشر د خپل هیواد د پوځ بریاؤ ته په اشارې سره وویل: د ترهګرو له نیواکه د حلب او ادلب ولایتونو د آزادولو عملیاتو د دښمنانو پوزه په مځکه راکښله.
د سوریې ولسمشر بیګا د دغه هیواد د شمال په حلب او ادلب ولایتونو کښې د ترهګرو په وړاندې د شامي پوځي د وروستیو بریاؤ په مناسبت یوه ټیلیویژني وینا کښې وویل: د ترهګرو له نیواکه د حلب او ادلب ولایتونو د آزادولو عملیاتو د دښمنانو پوزه په مځکه راکښله.
بشار الاسد په حلب او ادلب ولایتونو کښې د سوریې د پوځ وروستی بریاوې په دغه هیواد کښې د ترهګرو د بشپړې ماتې سریزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه عملیات به د ترکیې له خوا جوړ شوي شورماشور ته له پام پرته دوام ولري.
د سوریې ولسمشر د دغه هیواد خلکو ته د ترهګرو په وړاندې د خپل پوځ د وروستیو کامیابیو مبارکي ورکړه او ویې ویل: د سوریې پوځي ځواکونه د خپل هیواد د خلکو د امنیت په خاطر له سره تیریږي.
د ویلو ده چې د سوریې پوځ په دې وروستیو اونیو کښې په حلب او ادلب ولایتونو کښې د ترهګرو په وړاندې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي چې دا کار د ترکیې له سخت مخالفت سره مخ شوی دی.
ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو یوه اصلي ملاتړې ده.