د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان عرب استازي د پېړۍ معامله نومې پلان اوشلوۀ
Feb 19, 2020 16:07 Asia/Kabul
د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان يو عرب استازي د امريکې د پېړۍ معامله نومې پلان باندې په اعتراض کښې هغه اوشلوۀ او ترپښولاندې يې کړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې احمد الطيبي نومې دغه عرب نمائنده په صهيونېسټي پارلېمان کښې په يوه وېنا کښې د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله او د هغې مفاد مردود دي وويل، يوازې قدس شريف د فلسطين پائتخت دے او يوازې فلسطينيان د خپل برخليک د ټاکلو حق لري.
الطيبي زياته کړه، د پېړۍ معامله نومې پلان سرانجام ترپښو لاندې چخڼې کېدل دي.