کرونا ویروس د شعب ابی طالب پیښې ته ورته ده
(last modified Sat, 09 May 2020 00:00:59 GMT )
May 09, 2020 04:30 Asia/Kabul

فارس خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا په یوې (۱) وینا کښې په سیمه او لبنان کښې د مقاومت شرایط د اسلام په سرکینو وختونو(صدر اسلام ) کښې د شعب ابي طالب شرایطو ته ورتله وبلل .

هغه د نن ورځې شرایط په تیره بیا د لبنان د حزب الله او د ایران پرضد د امریکا بایکاټونه په شعب ابي طالب ( چې د مکې په خوا کښې د یوې درې نوم دی ) د صدر اسلام د مسلمانانو د شرایطو په شان وبلل چیرې چې د مکې او قریشو مشرکانو او کفارو مسلمانان په ډیرې سختې اقتصادي او ټولنیزې کلابندۍ کښې وروستلي وو او زیاته یې کړه هماغه ډول چې په شعب ابي طالب کښې د بني هاشمو د کلابندۍ په وخت له مسلمانانو وغوښتل شول د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وله وسلم کفارو ته وروسپاري چې دوې ازاد شي اوس امریکا د لبنان له مقاومت ځواک څخه غواړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدوي او هیواد له ملاتړ پرته پریږدي چې اسرائیل هر څه وغواړي نو ترسره یې کړي .

حسن نصر الله زیاته کړه نن سبا د کورونا ویروس هماغه د موریانې په شان دی چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص په وخت کښې یې د شعب ابي طالب کلابندۍ  ماته کړه او مکمنه ده دغه ویروس د ځینو ملتونو پرضد د امریکا د ظالمانه کلابندۍ د ماتیدا سبب شي .

 

ټیګونه