د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو بيا په يمن حمله وکړه
(last modified Thu, 14 May 2020 01:53:53 GMT )
May 14, 2020 06:23 Asia/Kabul
  • د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو بيا په يمن حمله وکړه

سعودي تيريګر ائتلاف نن سحر وختي د يمن په صعده او حجه صوبو باندې څو ځل بمونه اورول.

د يمن د المسيره چېنل د رپوټ له مخې د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو د يمن د صعدې صوبې په العطفين سيمې باندې دوه ځل او د حجه صوبې په العبس سېمې درې ځل حملې وکړې.

تر اوسه د دغو وحشيانه حملو د احتمالي سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے خپور شوے.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي

 

ټیګونه