نجيروان بارزاني:
ايران د عراق او کردستان سيمې مهم ګاونډي دے
د عراق د کردستان سيمې مشر نچيروان بارزاني بېګا په اربيل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وويل، ايران د عراق او کردستان سيمې مهم ګاونډي او سيمه ايز قوت دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې نچيروان بارزاني په دغه خبري کانفرنس کښې د عراق له حکومت او ملت سره د ايران مرستو ته په اشارې سره زياته کړ، د عراق خلق له دغه هېواد او کردستان سيمې سره د ايران د اسلامي جمهوريت مرستې هيڅکله نه شي هېرولې.
محمد جواد ظريف هم په دغه ناسته کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د کردستان سيمه او عراق د ايران لپاره مهم دي واضحه کړه، ايران تل له عراق سره د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا غوښتونکے دے.
د ايران خارجه وزير د دواړو هېوادونو دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره زياته کړه، ايران له عراق سره په ټولو برخو په تېره بيا د انرجۍ په برخه کښې د روابطو پراختيا غواړي.
ظريف پرون سحر د يو سياسي پلاوي په مشرۍ بغداد ته سفر وکړ او له عراقي چارواکو سره له ليدنو کتنو وروسته له بغداد نه اربيل ته لاړ.