د لبنان د روغتيا وزير:
له لبنان سره په مرسته کښې د ايران چټکتيا د پام وړ ده
Aug 07, 2020 05:34 Asia/Kabul
د لبنان د روغتيا وزير په بيروت کښې د ايران د يو صحرائي روغتونو د کتنې په موقع له لبنان سره په مرسته کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د عمل د چټکتيا قدرونه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د لبنان د روغتيا وزير حمد حسن پرون د بيروت له يو شمېر صحرائي روغتونونوڅخه چې په دغه بندري ښار کښې له چاودنې وروسته جوړ شول کتنه وکړه.
حسن د الحدث پوهنتوني کمپلېکس کښې د ايران د صحرائي روغتون د کتنې په موقع وويل، د ايران د سرې مياشتې مرستې په درملو، طبي سازوسامانونو او خوراکي موادو مشتمل دي، چې له ايراني وروڼو څخه په مرستې رسولو کښې د عمل د چټکتيا په خاطر قدرونه کوو.