عراق کښې د امریکې د ترهګرو پوځیانو په اډې دوه توغندي ولګیدل
Aug 16, 2020 06:43 Asia/Kabul
عراقي رسنیو بیګا په التاجي پوځي اډې باندې چې د امریکې ترهګر ځواکونه په کښې دیره دي، د دوو توغندیو د لګیدو خبر ورکړ.
ځینو عراقي سرچینو جزئیاتو ته له اشارې پرته ویلي چې دغې توغندوي حملې د سر او مال تاوان هم اړولې دی.
التاجي پوځي اډه د عراق د پلازمینې بغداد شمال لوري ته پرته ده.
په دې وروستیو میاشتو کښې په عراق کښې د امریکې په ځواکونو او اډو باندې حملې زیاتې شوې دي.
پرون د ورځې هم د عراق په سویل کښې د ترهګرو امریکايي ځواکونو د ګاډو پر قافلې د سړک د غاړې ماین وچاودیده.
د عراق زیاتره خلک او ډلې له خپل هیواده د ترهګرو امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکې دي او د دغه هیواد پارلیمان هم د یادو ځواکونو د وتلو لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده.