بندیزونه د سورئې اقتصادي حالات نوره هم خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94023-بندیزونه_د_سورئې_اقتصادي_حالات_نوره_هم_خرابوي
په سورئې کې د بحران له هماغه پیل راهسې ځینو عربو هیوادونو د دمشق په ضد د سیاسی او اقتصادي کړۍ په تنګولو سره ، د سورئې د خلکو لپاره دژوند وضعیّټ له ډيرو سختیو سره مخامخ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 11:24 Asia/Kabul
  • بندیزونه د سورئې اقتصادي حالات نوره  هم خرابوي

په سورئې کې د بحران له هماغه پیل راهسې ځینو عربو هیوادونو د دمشق په ضد د سیاسی او اقتصادي کړۍ په تنګولو سره ، د سورئې د خلکو لپاره دژوند وضعیّټ له ډيرو سختیو سره مخامخ کړی دی .

د سورئې الاخباریه ټيلیویژني چینل  راپور ورکړی ،  د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن  ماریا زاخارووا نن په یو لړ څرګندونو کې  وئيلي دي،د سورئې  په ضد د امریکا او لویدیځي  هیوادونو ظالمانه اقتصادي اقدامات  به د ټولنیزو او اقتصادي حالاتو د لاخرابیدو لامل شي  او  د بیا رغاونې  او له ښاریزو سره دمرستې په لاره کې به خنډونه رامینځةکړي .

 میرمن زاخارووا  د سورئې د کډوالو د نړیوال کنفرانس په ترسره کیدا باندې په ټينګار سره  دسیمې له هیوادونو او د  ملګروملتو  سره اړونده  موسیسو او اورګانونو څخه غوښتي دي ، دسورئې د حکومت  بلنې ته دې مثبت ځواب ورکړي .

  په سورئې کې  د بحران له هماغه پیل راهسې  ځینو عربو هیوادونو  د دمشق په ضد د سیاسی او اقتصادي کړۍ په تنګولو سره ،  د سورئې د خلکو لپاره  دژوند  وضعیّټ  له ډيرو سختیو سره مخامخ کړی دی .