اسلامی نړۍ به د لویدیځي غاړې نیواک هیڅکله هم ونه مني
بې شکه دفلسطین مقاومت اواسلامی امت به د نیواکګرو لاسونه غوڅ او د فلسطین درست نیواکي ټاټوبي آزاد کړي .
د ایران د اسلامی شورا د فلسطین له انتفاضې دملاتړ د نړیوال کنفرانس منشي حسین امیر عبداللهیان پرون په یولړ څرګندونو کې د فلسطنیانو د کورونو په ړنګولو کې وحشي صهیونیستي رژيم سپیرو اقداماتو ته په اشارې سره وئيلي دي ، اسلامی نړۍ او د فلسطین مقاومتي ډلې به د لویدیځي غاړې د نیواک او له نیواکي ټاټوبو سره دیو ځاي کولو اجازت ورنکړي .
امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې د لویدیځي غاړې د ښارونو او کلو په نیواک کې د صهیونیسټي رژيم خاموشي، دنړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو په خلاف یو سپير اقدام دی ، زیاته کړې ، دغه اقدام د هغو صهیونیسټانو له خوا داسې ګستاخ او بې شرمه تیری دی چې د ګوته په شمیر عربو هیوادونو په خیانت سره ترسره شوی دی .
هغه په لویدیځي غاړې کې په همداوروستیو کې د یو شمیر کلو ړنګول او د ماشومانو اوښځو پشمول د کلو د اوسیدونکو بې کوره کول د فلسطینانو اجباري کوچول وبلل چې د صهیونیسټانو په انسان ضده جنایتونو په دوام کې ترسره کیږي .
د ایران د اسلامی شورا دفلسطین له انتفاضې دملاتړ د نړیوال کانفرنس منشي په دوام کې هغه عرب هیوادونه چې له صهویسټ وحشي رژيم ته ئې د دوستۍ لاسونه غزولي دي ، په دغه انساني ضد جنایت کې شریک او مسئول بللي او صهیونیسټي رژيم ته ئې خبرداری ورکړی ، بې شکه دفلسطین مقاومت اواسلامی امت به د نیواکګرو لاسونه غوڅ او د فلسطین درست نیواکي ټاټوبي آزاد کړي .