د اسرائیلو لومړی وزیر سعودي عربستان ته تللی
زمونږ خبریال وايي صهیونیسټي سرچینو په سعودي عربستان کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت ریاض ته د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جاسوسۍ ادارې موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم هاارتص (Haaretz) ورځپاڼې نن راپور ورکړ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ریاض ته په سفر کښې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره کتنې کړي دي .
هاارتس ورځپاڼې زیاته کړه په دغه پټ سفر کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد مشر یوسي کوهین له لومړي وزیر نتانیاهو سره یوځای و او له محمد بن سلمان او مایک پمپئو سره په کتنې کښې چې د سعودي عربستان په تبوک ولایت کښې په نئوم ښار کښې ترسره شو شتون درلود .
داسې ښکاري دغه کتنه د سیمې د ځینو عربو رژیمونو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو د دوام لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هڅې په لړ کښې شوي وي .