د عربستان په قطیف ښار کښې د عالمانو او ځوانانو نیونې دوام لري
د سعودي عربستان د ختیځ په الشرقیه ولایت کښې د قطیف په نامه شیعه میشت ښار ځايي سرچینو د سعودي رژيم له خوا د دغه ښار د دیني عالمانو او ځوانانو د نیونو او زنداني کولو د دوام خبر ورکړی دی.
د سعودي عربستان د ختیځ په الشرقیه ولایت کښې د قطیف په نامه شیعه میشت ښار ځايي سرچینو د سعودي رژيم له خوا د دغه ښار د دیني عالمانو او ځوانانو د نیونو او زنداني کولو د دوام خبر ورکړی دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغو سرچینو پرون وویل چې د سعودي رژیم امنیتي ځواکونو په دې وروستیو ورځو کښې په قطیف کښې د خلکو د کورونو خلاف ۳۳ ورانونکي عملیات ترسره کړي او د دغه ښار لږترلږه ۳۴ ځوانان او عالمان یې نیولي دي.
په عربستان کښې له ۱۰ نه تر ۱۵ فیصدو پورې نفوس شیعه مسلمانان دي چې زیاتره په الشرقیه ولایت کښې اوسیږي او تل د سعودي رژیم له ځپنو او محرومیتونو سره مخامخ دي.