۱۶ تنه شیعه عالمان د آل سعود په زندانونو کښې پراته دي
Dec 22, 2020 06:41 Asia/Kabul
د بشري حقوقو د څارونکو موسسو او فعالانو په وینا، د عربستان ۱۶ شیعه عالمان د آل سعود رژیم په جیلونو کښې بندیوان دي
د بشري حقوقو د څارونکو موسسو او فعالانو په وینا، د عربستان ۱۶ شیعه عالمان د آل سعود رژیم په جیلونو کښې بندیوان دي
د لبنان النور راډیو خبر ورکړی چې «سید هاشم الشخص، حسین الراضي، محمد الحبیب، سید جعفر العلوي، محمد العباد او د شیخ نمر باقر النمر زوې حسین النمر او لس تنه نور شیعه عربستاني عالمان د دغه هیواد په زندانونو کښې پراته دي او دغه خبره آل سعودي رژیم هم تاییدوي.
د لبنان النور راډیو ویلي چې په دغو زنداني کړې شویو عالمانو کښې زیاتره د عربستان د ختیځ د قطیف او الاحصار د شیعه میشتو سیمو اوسیدونکي دي.