د یمن  په مارب ولایت کې پاکونکي عملیات
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96898-د_یمن_په_مارب_ولایت_کې_پاکونکي_عملیات
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي او د یمن د ملی نجات حکومت دمرکچي ټيم مشر  محمد عبدالسلام په دې باب پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د پرَدينیواکګر  ردول  او ناکامول ، د هر یوه یمن وال دنده ده او  د درستو ولایتونو د آزادولو لپاره ددغه هیواد له بچیانو  سره ملګرتیا  ته ډيره اړتیا ده څو  د دښمن  لپاره په یوه ولایت کې هم د پيښې د کیښودلو لپاره  هیڅ ځاي پاتې نشي څو د مارب  ولایت په څير  ددغو ولایتونو   د اوسیدونکو په  کرامت پښې کیږدي او دغه ولایتونه  د خپلو غلیمانه پوځي عملیاتو په وسیله د یمن
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 24, 2021 12:59 Asia/Kabul
  • د یمن  په مارب ولایت کې پاکونکي عملیات

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي او د یمن د ملی نجات حکومت دمرکچي ټيم مشر  محمد عبدالسلام په دې باب پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د پرَدينیواکګر  ردول  او ناکامول ، د هر یوه یمن وال دنده ده او  د درستو ولایتونو د آزادولو لپاره ددغه هیواد له بچیانو  سره ملګرتیا  ته ډيره اړتیا ده څو  د دښمن  لپاره په یوه ولایت کې هم د پيښې د کیښودلو لپاره  هیڅ ځاي پاتې نشي څو د مارب  ولایت په څير  ددغو ولایتونو   د اوسیدونکو په  کرامت پښې کیږدي او دغه ولایتونه  د خپلو غلیمانه پوځي عملیاتو په وسیله د یمن

 د یمن د صنعاء په شمال ختیځ کې مارب ولایت د یمن د ملی نجات له حکومت سره د سعودي ائيتلاف دنښتو په یوه مرکز بدل شوی دی .د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنګ چې د ۲۰۱۵کال دمارچ په شپږویشتمه نیټه  پیل شوی او شپږم  کال ئې په پوره کیدا دی ، اوس د مارب په سټراټژيک ولایت کې دنښتو مرکز دی .

 سعودي عربستان چې  د یوه ځوان  ولی عهد په فرصت غوښتنې او د تیروتي اخستون په اساس خیال کوي،په دغه جنګ کې به له یوې میاشتې  هم په کمې مودې کې بریالي  شي،د آسیا د لویدیځ د یوه تر ټولو بې وځله  هیواد  په مقابل کې ئې خپل پوځي او سیاسی عزت له لاسه ورکړی دی .ریاض اوس هڅه کوي،په مارب کې د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو د مبارزانو د بریالیتوب مخه ونیسي  .

د یمن د مارب  دجنګ داهمیّت په باب ، د یمن دپوځي چارو یوه کارپيژاند او شناندی ډګر وال مجید شمسان  وائي،د مارب د آزادولو جنګ،ډير برخلیک ټاکونکی دی،نه یوازې دتیریو په دغو څو کلونو کې ،بلکې  دیمن په  اوسمهال عمومي تاریخ کې برخلیک ټاکونکی دی .ځکه  دغه ولایت  تر څو لسیزو پورې د سعودي عربستان په نیواک کې دی .

دغې موخې ته  درسیدا او د یوې سټراټژيکې ماتې د مخنیوي لپاره د عربستان تاکتیک،د هرې ورځې بمبارۍ ،مارب ته د یمن له نورو ولایتونو دترهه ګرو منتقلول او همداراز له داعشي ترهه ګرو مرسته اخستل دي .

 الاخبار ورځپاڼې  په دې باب لیکلی دي ، ریاض د مارز د آزادۍ  دمخنیوي لپاره  له شیوه ،آبین ،حضرموت ، عدن ، لحج ،تعز  او دغه راز د لویدیځي ساحل  له ولایتونو په زرګونو افراطي وګړي  جذب کړي  دی څو د یمن په شمال کې د خپلې بشپړتیا  د ترټولو  وروستي مرکز دفاع ورسره وکړي .

  ددغه تاکتیک په مقابل کې ،  دیمن د ملی نجات حکومت چې تردې دم ه هم په دغو عملیاتو کې په تیره بیا  په نفسیاتي جنګ کې بریالی دی ،او په نفس باندې له لوړ اعتماده برخمن دی،د مارب دبشپړ آزادۍ او د سعودي عربستان په وسیله ېئ د نیواک ختمول دي .

Image Caption

 

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي او د یمن د ملی نجات حکومت دمرکچي ټيم مشر  محمد عبدالسلام په دې باب پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د پرَدينیواکګر  ردول  او ناکامول ، د هر یوه یمن وال دنده ده او  د درستو ولایتونو د آزادولو لپاره ددغه هیواد له بچیانو  سره ملګرتیا  ته ډيره اړتیا ده څو  د دښمن  لپاره په یوه ولایت کې هم د پيښې د کیښودلو لپاره  هیڅ ځاي پاتې نشي څو د مارب  ولایت په څير  ددغو ولایتونو   د اوسیدونکو په  کرامت پښې کیږدي او دغه ولایتونه  د خپلو غلیمانه پوځي عملیاتو په وسیله د یمن د خلکو د ټارګټ کولو لپاره په یوه پلیټ فارم بدل کړي .

 انصار ا...  غورځنګ  یو هغه مهم اقدام چې د  مارب په جنګ کې د بریالیتوب لپاره  ئې ترسره کړی،دا ؤ چې  ددغه ولایت  له زیاتو قبایلی  مشرانو سره  یوې موافقې ته رسیدلی دی . د یمن له پوځ او  له ولسي کمیټیو څخه د مارب د قبایلو ملاتړ  سبب شوی، دوي  دمارب په بدلونونو کې برلاسه  لاس ولرل شي. 

یوه بله موضوع داده چې د مارب عملیات یوځل بیا د ائيتلاف داخلی  اختلاف هم رابرسیره کړی دی . که د یمن دملی نجات حکومت  د مارب ولایت آزاد او ترلاسه کړي ، نو عملا د یمن درست دیارلس شمالی ولایتونه  د ملی نجات حکومت ته سپاري  . له دې سره سره  الاخبار ورخپاڼې لیکلي دي ،له متحده عربی اماراتو سره اړونده  دجنوب انتقالي شورا  حاضره شوي نه ده  چې خپل عناصر مارب ته ولیږدوي  او  د ریاض په وسیله  انتقالي  عناصرو لالج ورکول هم  سبب شوي نه دي دوي خپل ځواکونه  مارب ته ولیږدوي.

دمارب په عملیاتو کې  د یمن  دپوځ او ولسی کمیټیو د مبارزانو  بریالیتوب  ددې په ترڅ کې چې  د دغه هیواد دشمالی سیمو د کنټرولولو لامل کیږي،  ددې موضوع لامل کیدلی شي چې  د دغه هیواد دجنوبی سیمو په لور  او  په جنوبي چورلیز کې د نوو نښتو د پيلییدا او دیمن د درستې جغرافیائي  سیمو  او حاکمیّت د ساتلو سبب شي .