د ملګرو ملتونو اداره د لیبیا څخه د بهرنیو مزدورانو د وتلو غوښتنه کړې
(last modified Thu, 25 Mar 2021 13:07:41 GMT )
Mar 25, 2021 17:37 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو اداره د لیبیا څخه د بهرنیو مزدورانو د وتلو غوښتنه کړې

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د بهرني ځواکونو او د هغوی د مزدورانو څخه غوښتنه وکړه چي له دې هیواد څخه ووځي.

د روشیا الیوم له راپور سره سم، یان کوبیس د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په خپلو وېناو کې د لیبیا څخه د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د مزدورانو د وتلو غوښتنه وکړه، او خبرداری ورکړ چي ممکن دی د یادو وسله والو حضور د ډیسمبر په میاشته کې د ټاکنو د نه تر سره کېدو سبب وګرځي، داسي ټاکنې چي په لیبیا کې د جنګ د ختمېدو او د یو واحد حکومت د رامینځ ته کولو په لړ کې تر سره کېدونکې ده.

کوبیس وویل: اوربند همدارنګه دوام پیدا کړی دی لیکن تر دې دمه بهرني ځواکونه او مزدوران یې لا په لیبیا کې خپلي پښې ټینګي کړي او داسي راپورونه هم شته چي وسله والو د لیبیا په مرکز او د سرت په استراتیجیک ښار کې د مورچلو د جوړولو په حال کې دي.

هغه همدارنګه په لیبیا کې د داعښ ترهګري ډلي حضور ته په اشارې سره له نړیوالي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د ټروریزم سره د مبارزې په چارو کې د لیبیا له حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.

لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې تر ولسي پاڅون وروسته د امریکې او ځینو اروپایي هیوادونو د لاسوهنو د امله په کورنیو جګړو کې ښکېله شوې.

 

 

ټیګونه