د یمن جنګ او د سید حسن نصر ا... نظر
آل سعود رژيم دیمن په ضد په جنګ کې یو ډول په صهیونیسټي امریکائي چورلیز کې ګیر شوی دی . په حقیقت کې ، په لویدیځي آسیا کې د پرګنیز پالنې دودول یو داسې سیاست دی چې ارمیکائي صهونیسټي چورلیز ئې تعقیبوي .
د لبنا ن د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي پرون ناوخته د شیخ القاضي احمد الریّن د درنښت په مناسبت پخپلې وینا کې د یمن جنګ ته هم اشاره کړې ده .
سید حسن نصر ا... دیمن په ضد جنګ په درو مرحلو کې، یعني د پیلیدا ، اوسني وضعیّت او ددغه جنګ دلرلید په باب مفصلې خبرې کړي دي .
د یمن په ضد دسعودي ائتلاف جنګ د ۲۰۱۵کال دمارچ په ۲۶نیټه پیل شوی او او د جنګ داوم کال په لومړنۍ میاشتې کې دی . د جنګ دپيلولو په باب د سعودي ائیتلاف پلویانو او مخالفانو مختلف دلیلونه مطرح کړي دي .
د لبنان دحزب ا.. .ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... دهغه شصخصّیت په توګه چې د جنګ مخالف دی،د سعودي حکومت له خوا ددغه جنګ پیلیدا ،د یمن جنګ ته د ریاض د چارواکو پرګنیز نظر ګڼي .
سعودي عربستان اساسا دآسیا لویدیځي سیمه په اوږدمهاله نظر کې د شیعه اوسني په دوو برخو ویشه کړې ده . په سیمې کې له هر یوه شیعه هیواد او هرې ډلې سره مخالف دی . دآل سعود رژيم په دغه نظر کې ، ، دبحرین ، د عربستان په ختیځي سیمې ، یمن ، نیجریه ،عراق او یا ایران ترمینځ هیڅ فرق نشته . په هریوه ټاټوبي یا هیواد کې او دغه راز د عربستان په ختیځي سیمې کې د سعودي حکومت کړچار ،د شیَعیّت خلاف کړچار بریښي . دغه وضعیَت د یمن په باب هم بریښي ،
آل سعود رژيم په ۲۰۱۱کال کې له خپل درست توان څخه استفاده وکړه څو دعلی عبدا... صالح د دیکتاتورۍ په ضد د یمن ولسی غورځنګ کومې نتیجې ته ونه رسیږي . له دې وروسته نهایتا هم په ۲۰۱۲کال کې په فرورۍ میاشت :ې په انجنیئرډ شوو انتخاباتو او د عبدربه منصور هادي قدرت ته په رسولو سره خپلې موخې ته ورسید. په دې پسې چې یو ځل بیا د ۲۰۱۴کال په اوړي کې د یمن ولسی غورځنګ بیا پيل شو ، او نهایتا هم منصور هادي مجبوره شو، له یمنه وتښتي ، سعودي عربستان په یمن حمله پخپلې ایجنډا کې راوسته څو په دغه هیواد کې د ولسی غورځنګ مشران قدرت په لاس کې وانخلي .
سید حسن نصر ا... په دې باب پخپلې پرونۍ وینا کې وئيلی دي ، دسعودي نظام غوښتل دیمن په ضد جنګ ته یو مشخص اړخ ورکړي ، پر دې اساس دسعودي مفتیانو په یمن د تیریو په پیل کې ووئيل دغه جنګ د شیعیّانو او سنتیانو ترمینځ دی . د سید حسن نصر ا... له نظره بل ټکی دا دی چې آل سعود رژيم دیمن په ضد په جنګ کې یو ډول په صهیونیسټي امریکائي چورلیز کې ګیر شوی دی . په حقیقت کې ، په لویدیځي آسیا کې د پرګنیز پالنې دودول یو داسې سیاست دی چې ارمیکائي صهونیسټي چورلیز ئې تعقیبوي . له ایرانه ویرول ، ددغې پرګنیز پالې پروژې یوه برخه ده . دیمن په ضد جنګ او له انصار ا.. ولسی غورځنګ سره ډغره ، چې په یمن کې په ولسی ملاتړ سره یوه مبارزه ډله ده هم ددغې پرګنیز پالنې یوه برخه ده . سید حسن نصر ا... په دې اړه هم وئيلي دي ، دیمن په ضد جنګ د شیعه اوسني ترمینځ له شخړې سره هیڅ ربط نه لري ، بلکې دسیمې په وړاندې د امریکا د دسیسواو دهغو د سپيرو موخو لپاره دی . تر ټولو وروستۍ وسله چې دامریکائي صهیونیسټي چورلیز په لاسونو کې پاتې ده ، په سیمې کې د فتنو اونفاق رامینځةکول دي .::: دغه موضوع له دې مخکې د جنګ د شپږم کال په ختمیدا کې د یمن دا نصار ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي عبدالمالک بدرالدین الحوثي هم مطرح کړې وه .
د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي دیمن دجنګ اوسني وضعیّت ته پخپلې وروستۍ وینا کې هم اشاره کړې ده . ددغې وینا یو ترټولو مهم اړخ دا ؤ چې دښمنان هڅه کوي ، درسندوئي جنګ په چوکاټ کې ، وضعیّت داسې وبریښوي ، چې اوس انصار ا... ولسی غورځنګ د خنګ دختمولو مخالف او سعودي عربستان د جنګ د ختمولو پلوی دی . سعودي عربستان شپږ کاله کیږي ، چې په یمن کې ئې جنګي جنایتونو ته دوام ورکړی دی او دجنګ په میداني ډګر کې اوس تر باؤ لاندې ورغلی او په جنګ کې برلاسه لاس ، اوس د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیوپه اختیار کې دی. په عین حال کې آل سعود رژيم د اور بند لپاره یو داسې پلان وړاندې کړی ، چې د امریکا او ملګروملتو ملاتړ هم ورسره دی .
هغه څه چې په دغه وړاندیز کې شته ، دیمن په ضد د جنګ ختمیدا نه ،بلکې په جنګ کې اوربند دی چې دیمن دملی نجات حکومت ورسره مخالف دی ، ځکه چې د صنعاء حکومت د اور بند نه ،بلکې د جنګ او کلابندۍ پر ختمیدا ټينګار کوي . د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي په دې باب هم وئيلي دي ، په یمن کې د مجاهدینو په ضد رسندوئي او سیاسی جنګ پیل شوی ، چې پکې هڅه کیږی ،ددغه جنګ انځور اپوټه وبریښوي او ووائي چې سعودیان د جنګ د درولو غوښتونکي دي، خو انصار ا... جنګ درول ردوي ، یو داسې شی چې د یمن مظلومو مبارزانو ته وړاندې شوی ، دجنګ دریدا نه ، بلکې ا ور بند دی اودیمن په ضد دجنګ نوره بڼې ،یعني هراړخیزه کلابندي به هماغه راز دوام ومومي .دایو بل چلول دی حتی د یمن ماشومان هم په دغه ستر چلول او دوکې پوهه شوي و ورباندې نه غولیږی او زه امریکایانو او سعوديانو ته وایم چې تاسو چټي وخت تیروئ او هیڅ به په لاس درنشي .