د پاکستان لومړی وزیر عمران خان عربستان ته لاړ
(last modified Sat, 08 May 2021 00:12:09 GMT )
May 08, 2021 04:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر عمران خان عربستان ته لاړ

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړی وزیر واک ته له رسیدا وروسته د اوم (۷) ځل لپاره د یوه (۱) لوړرتبه سیاسي او د اقتصادي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ .

عمران خان سعودي عربستان ته د خپل سفر د دلایلو د بیانولو په ترڅ کښې وویل د سولې په لاره کښې هر ډول اقدام د اسلامي امت د انسجام د پیاوړتیا سبب کیږي .

سیاسي څارونکي وايي چې عربستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د دغه سفر اصلي هدفونه د اړیکو او یا د ملګرتیاو په پراخولو سربیره په خپلو اړیکو کښې د  تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د دواړو هیوادونو هڅه او په سیمه کښې د تاوتریخوالي د ختمولو په پلان غور کول دي .

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل مونږ تل د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان ترمینځ د اړیکو د ښه کیدا غوښتونکي یوو .

د دغه راپور پراساس له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د سعودي عربستان د هڅې په هکله له ګونګوسو او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د سعودي عربستان د واکمنانانو شین څراغ سبب شو چې عمران خان د خپل اوسني سفر بریا ته ډیر ډاډ ولري .

 

ټیګونه