-
د امریکا هدف په عراق کښې پاتې کیدل دي
Sep 26, 2020 01:27زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت د کمیسیون غړي کاطع الرکابي د امریکا د ګواښونو هدف د واشنګټن د عسکرو د ایستلو لپاره د بغداد د حکومت د اقداماتو مخه نیول او په دغه هیواد کښې د امریکا د عسکرو د ډیر وخت لپاره شتون درلودل وباله .
-
د سوریې خلکو د امریکا او د ترکیې پرضد غونډه وکړه
Sep 26, 2020 01:13د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت د یوشمیر سیمو خلکو په غونډې جوړولو سره له خپل هیواد څخه د امریکا او د ترکیې د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
-
د فلسطین خلک خپل مقاومت ته دوام ورکوي
Sep 26, 2020 00:49ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د کورواکه تشکیلات مشر محمود عباس د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو لپاره د دښمانانو دسیسو ته په اشارې سره وویل د فلسطین خلک به هماغه راز خپل مقاومت او پایدارۍ ته دوام ورکړي او په نهایت کښې به بریالیتوب ته ورسیږي .
-
سعودي عربستان د یمن د خلکو پرضد بریدونه کوي
Sep 26, 2020 00:32د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان جنګي الوتکو څو ځله په حجه ولایت کښې په حرض سیمې بمبارې کړي دي .
-
د ترکیې پوځ د عراق په شمال سیمو بریدونه کړي
Sep 26, 2020 00:29ایرنا خبري اژانس وايي د عراق سرچینو بیګا د خپل هیواد په شمال باندې د ترکیې د توپونو د ډزو او د جنګي الوتکو د بریدونو خبر ورکړ .
-
قطر د عرب اتحادیې د مشرۍ له منلو انکار وکړ
Sep 25, 2020 12:56د قطر حکومت د فلسطین پرځاې د عرب اتحادیې د اوسني پړاؤ د مشرۍ له قبلولو ډډه کړې ده.
-
یمن کښې د سعودي ائتلاف په اډه کښې چاودنې اتیا تنه مړه او ژوبل کړل
Sep 25, 2020 12:27رسندوي سرچینو د یمن په شمال کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف په یوې اډې کښې د چاودنې او له امله یې د کابو اتیا کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
-
د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کړل
Sep 25, 2020 03:59زمونږ خبریال وايي د داعش ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو او د الحشد الشعبي ولسي ځواک ګډ عملیات پیل شول .
-
متحده عربي امارات د اسرائیلو له شرکتونو سره تجارت پیل کړی
Sep 25, 2020 03:55فارس خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو یوشمیر شرکتونو د صهیونیسټ رژيم له ځینو شرکتونو سره چې د ښارګیو د جوړولو د ملاتړو شرکتونو په توګه د ملګروملتونو په تور فهرست کښې دي د ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړل .
-
د اسرائیلو پلان به له سختې ماتي سره مخ شي
Sep 24, 2020 11:14زمونږ خبریال وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل په عربو هیوادونو باندې د اردن سین د لویدیځې غاړي د یوځاې کولو د پلان د ورتپلو لپاره به د صهیونیسټ رژيم او د امریکا هڅه له ماتي سره مخ شي .