ظریف باکو ته ورسید
May 25, 2021 07:21 Asia/Kabul
د ایران خارجه وزیر د آذربایجان جمهوریت له چارواکو سره د کتنې او خبرواترو په موخه بیګا باکو ته ورسیده.
د ایران خارجه وزیر د آذربایجان جمهوریت له چارواکو سره د کتنې او خبرواترو په موخه بیګا باکو ته ورسیده.
ټاکل شوې چې محمد جواد ظریف نن په باکو کښې د آذربایجان جمهوریت له چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.
د ظریف دا سفر د ایران د اسلامي جمهوریت او د آذربایجان جمهوریت د چارواکو ترمینځ د دوامدارو صلاح مشورو په چوکاټ کښې شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له باکو وروسته آرمینیا ته لاړ شي او په ایروان کښې به د دغه هیواد له چارواکو سره لیده کاته وکړي.