د ناټو مشرانو له برجامه ملاتړ وکړ
د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو پرون په یوه خبرپاڼه کښې له ایټمي موافقې د امریکې غیرقانوني وتنې او هم داشان یې په کښې د اروپايي هیوادونو لوظ ماتونو ته له اشارې پرته، د برجام د احیا له مذاکراتو ملاتړ وکړ.

د ناټو د غړو دیرشو هیوادونو مشرانو په دغه خبرپاڼه کښې ویلي چې د ایټمي موافقې د راژوندي کولو په لړ کښې د ویانا له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.
په دغې بیانیې چې چې د ناټو په ویب سایټ خپره شوې ده، راغلي دي: مونږ د ناټو د غړو په توګه له هغو مهمو مذاکراتو څخه چې د ګډ اقدام په جامع پروګرام(برجام) کښې د ګډونوالو ترمینځ له یوې خوا او له امریکې سره په جلا توګه له بلې خوا روان دي، په برجام باندې پابندۍ ته د امریکې او ایران د ستنیدو د لارې د هوارولو په موخه ملاتړ کوو.
یاده دې وي چې د امریکې د ولسمشر جو بایډن حکومت مدعي دی چې غواړي په ویانا کښې د روانو خبرواترو له لارې برجام ایټمي موافقې ته د خپل هیواد د ستنولو لپراه ضروري چارې برابرې کړي.