ایټمي جنګ هیڅ فاتح نه لري باید ورته وارد نه شو
د امریکا له ملنډو ډکې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پر پابندۍ او د ایران د ایټمي پروګرام پر سوله ایز والي ټينګار کړی دی.
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د امریکا او روسیې ولسمشرانو جوزف بایډن او ولادیمیر پوتین بیګاپه سویس کې له یوه بل سره له لیدوکاتو وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې په نزدې راتلونکي کې د سټراټژيکو دوو اړخیزو خبرواترو او پيلیدا او د وسلو دکنټرولولو په باب ټینګار کړی دی .
پوتین او بایډن په دغې ا علامیې کې وئیلي دي ، امریکا او روسیې تر دې دمه ښودلې ده چې حتی په تاؤتریخجنو پړاؤنو کې هم په سټراټژيکې حوزې، د ایټمی جنګ د ګواښ او دپوځي نښتو دخطرې د کمولو په ډګر کې د اټکل وړ په ګډو موخو کې پرمختګ کولی شي .
په دغې اعلامیې کې د روسیې اوامریکا ترمینځ د نوي سټارټ تړون تمدیدیدا ته هم اشاره شوې او وئیل شوي دي ،ددغه تړون تمدیدیدا دایټمي وسلو دکنټرولولو په زمینې کې د دواړو هیوادونو دژمنتیا یوه نمونه ده .
دوي همداراز په دې په ټينګار سره چې ایټمي جنګ هیڅ فاتح نه لري او هیڅکله هم باید دغه شان جنګ ته وارد نشي ، روښانه کړې ده ، دګډو موخو په اساس به ، متحده ایالات او روسیه په نزدې راتلونکي کې سټراټژيکې او باثباته خبرې اترې پیل کړي .
په عین حال کې جوزف بایډن له پوتین سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وئیلي ، د روسیې اوامریکا ترمینځ دملګرتیاؤ پراختیا او اړیکو ښه کیدا نه یوازې د دواړو هیوادونو په ګټه ده ،بلکې د نړۍ ددرستو هیوادونو په ګټه ده . د امریکا ولسمشر له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د خپل هیواد غیر قانوني وتنې ته له اشارې پرته د ایران او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د روسیې له ولسمشر سره په دې ا ړه د دغږیدو خبر ورکړی او وئیلی ئې دي ،د روسیې اوامریکا ګټې ایجابوي چې ډاډ ترلاسه کړي ، ایران ایټمي وسلې نه لري .
د امریکا له ملنډو ډکې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پر پابندۍ او د ایران د ایټمي پروګرام پر سوله ایز والي ټينګار کړی دی.