ظریف د افغانستان له امنیتي حالته اندیښنه څرګنده کړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د آنتالیا د غونډې ترڅنګ د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر په کتنه کښې د افغانستان له امنیتي حالت څخه اندیښنه وښودله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د آنتالیا د غونډې ترڅنګ د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر په کتنه کښې د افغانستان له امنیتي حالت څخه اندیښنه وښودله.
د آنتالیا د ډیپلماسۍ د ټولنې په غونډې کښې له ګډونوالو چارواکو سره د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ملاقاتونو په دوام کښې هغه پرون له عبدالله عبدالله سره وکتل.
په دغې کتنې کښې ظریف د افغانستان له امنیتې وضعې د اندیښنې په څرګندولو سره د بین الافغاني خبرواترو د ترسره کیدو په ضرورت باندې تاکید وکړ.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده هلوځلو په قدرونې سره، د افغانستان موجوده حالات بیان کړل.
د ویلو ده چې د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د آنتالیا د ډیپلماسۍ ټولنې په غونډه کښې د ګډون په موخه ترکیې ته تلی دی.
دغه غونډه به نن (جمعه) د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پرانستله کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د آنتالیا د ډیپلماسۍ په ټولنه کښې د ګډون لپاره ترکیې ته ځي او ټاکل شوې چې په دغه سفر کښې به له مختلفو چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړي.