د اېشيا له لويديځه د امريکې د ځواکونو او فوځي سازوسامانونو د يوې برخې وېستل، ادعاګانې او واقعيتونه
(last modified Sun, 20 Jun 2021 11:05:10 GMT )
Jun 20, 2021 15:35 Asia/Kabul
  • د اېشيا له لويديځه د امريکې د ځواکونو او فوځي سازوسامانونو د يوې برخې  وېستل، ادعاګانې او واقعيتونه

پېنټاګان اعلان وکړ امريکه د اېشيا په لويديځ کښې د خپل هوا دفاع او توغندي ضده سېسټمونو کښې کمښت راولي او په دا ډول يې هغه خبر چې وال سټريت جرنل ورځپاڼې په دې زمينه کښې خپور کړے ؤ تائيد کړ.

د پېنټاګان وياندې مېرمن جسيکا مېک نلټي په يوې بيانيې کښې وويل: د امريکې د دفاع وزير لوئيډ آسټين د اېشيا له لويديځ څخه د يو شمېر ځواکونو او فوځي شتمنيو چې په مهمه توګه د هوا ضده دفاعي سېسټمونه دي په دې اوړي کښې د وېستلو حکم صادر کړ.

هغې ادعا وکړه چې له دغو سازوسامانونو څخه به ځينې د ضروري مرمت او ساتنې لپاره امريکې ته ستانه کړې شي، باقي نور به په سيمو کښې ځاے پر ځاے وي.

خو د پېنټاګانې وياندې دا خبره په ډاګه نه کړه چې آيا دغه سېسټمونه به په اېنډو پاسيفېک يعنې هند او آرام سيمه کښې چې پېنټاګان غواړي د چين د اقداماتو باندې متمرکز وي ځاے پرځاے کړې شي يا نه؟

د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې د ځواکونو او فوځي سازوسامانونو د کمولو لباره وروستے اقدام د جون په دويمه نېټه د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره د امريکې د دفاع د وزير لوئيډ آسټين له خبرو اترو وروسته شروع شوےدے.

وال سټريت جرنل له دې مخکې وليکل، پېنټاګان د جون په وړومبيو وختونو کښې له عراق، کويت ، اردن او سعودي څخه د هوائي دفاعي يا پېټرياټ اتو سېسټمونو او همدارنګ د تاډ دوه نومې توغندي ضده يو سېسټم چې په سعودي کښې نصب دے د وېستلو  شروع کړې ده.

دې ته په پام سره چې د دغو سېسټموو وېستل به د هغو له آپرېټرانو سره يوځاے وي ، نو ځکه په سلګونو امريکائي فوځي ځواکونه به هم له سيمې بهر شي.

پېنټاګان ادعا کړې چې واشنګټن په سيمه کښې د ګواښونو له حجم سره متناسب خپله د لوړې سطح توانمني ساتلې او د اېشيا له لويديځ څخه د فوځي سازوسامانونو وېستل د واشنګټڼ په امنيتي ګټو باندې هيڅ تاثير نه لري او د واشنګټن او د هغه د سيمه ايزو انډيوالانو له ګټو څخه د دفاع لپاره پرمختللے هوائي او سمندري قوت لري.

امريکې د دغه هېواد د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقتدار په دوره کښې د اډو او د فارس خليج د جنوبي سيمې د هېوادونو په خلاف د ايران لخوا د توغنده اي ګواښونو د زياتېدو په بهانه په يو تحريکؤنکي اقدام کښې په 2019 او 2020 کلونو کښې د هوائي دفاع او توغنده اي ضده سېسټمونو په لېږلو لاس پورې کړ.

خو د دغو سېسټمونو کارکردګي په تېره بيا د سعودي د فوځي او اقتصادي اهدافو په خلاف د يمن د مقاومت له ډرون او توغنده اي حملو سره د مقابلې په لړ کښې له سخت شک او ترديد سره مخامخ شوه او د هغو په ناکارامد والي باندې زياتې نيوکې اوشوې.په عېن حال کښې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کښې د امريکې د نوي ولسمشر په توګه د جوبائيډن په اقتدار کښې په راتلو او د يمن په جنګ کښې د سعودي ائتلاف له فوځي عملياتو څخه د ملاتړ د ختمولو په لړ کښې د هغه په ادعاګانو او همدارنګ د واشنګټن او رياض په تعلقاتو کښې په بيا کتنې سره په عملي توګه د دواړو هېوادونوتعلقات ساړۀ شوي دي.

که څه هم پېنټاګان کوشش کړے چې د اېشيا له لويديځ څخه د خپلو فوځيانو او فوځي سازوسامانونو د وېستلو مسئله يوه عادي او د معمولي رويو په چوکاټ کښې يوه مسئله اوښئي، خو په دې لړ کښې مختلف اټکلونه رامنځته شوي دي. داسې ښکاري چې د پېنټاګان دغه اقدام زياتره په اېنډو پاسيفيک سيمه باندې د تمرکز او په اول مرحله کښې د چين لخوا او په دويمه مرحله کښې د روسيې لخوا له ادعائي ګواښونو سره د مقابلې په لړ کښې رامنځته شوےدے.

د واشنګټن اصلي اندېښنه په راتلونکو څو کلونو کښې د نړۍ د وړومبني اقتصادي قوت په توګه د چين څرګندېدل او د هغه د فوځي قوت مخ په زياتېدل دي چې اوسني امنيتي انډولونه او د اوچت فوځي قوت په توګه د اېشيا په ختيځ کښې د امريکې دوديز موقعيت يې له مشکل سره مخامخ کړےدے.

همدارنګ پېنټاګان په آرام بحيرې کښې د روسيې فوځي پرمختګونه له نزدې څخه په نظر کښې لرلي دي او کوشش کوي چې د فوځي شتون په زياتولو سره ماسکوته په دې لړ کښې يو ځواب ورکړي.

نو په دې زمينه کښې پېنټاګان په اېنډو پاسيفيک سيمه کښې د توغنده اي ضده سامانونو او سمندري ځواکونو د شتون په زياتولو باندې تمرکز کړے دے.

 

ټیګونه