اروپا، د بشري حقوقو دوه رنګي او له ترهه ګرۍ سره د دروغو ادعا
(last modified Mon, 12 Jul 2021 11:18:22 GMT )
Jul 12, 2021 15:48 Asia/Kabul
  • اروپا، د بشري حقوقو دوه رنګي او له ترهه ګرۍ سره د دروغو ادعا

په تهران کښې د سلووېنيا سفيرې مېرمن کرېسټينا رادج پرون د ايران خارجه وزارت ته حاضره کړې شوه چېد منافقينو ترهه ګرې ډلګۍ په غونډه کښې د ايران په خلاف د سلووېنيا د وزيراعظم نه سنجول شويو او بې شرمانه څرګندونو په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت سخت احتجاج وړاندې کړې شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف هم د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست لوړرتبه استازي جوزف بورل سره په ټيلفوني تماس کښې د منافقينو د تره ګرې ډلګۍ په آنلائن غونډه کښې د سلووېنيا د وزيراعظم د نه قبول وړ اقدام وغندۀ.

د منافقينو ترهه ګرې ډلګۍ د تېر خالي په ورځ په البانيه کښې د خپلو غړيو په ګډون سره يو کانفرنس جوړ کړ. د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو د پارلېمانونو يو شمېر استازيو،چارواکو او پخوانيو وزيرانو په دغه آنلائن کانفرنس کښې شرکت  وکړ.

د سلووېنيا وزيراعظم يانز يانشا هم چې د جولائۍ له وړومبۍ نېټې څخه د اروپائي اتحاديې دوره اي مشري په غاړه لري، په دغه کانفرنس کښې په خپله وېنا کښې د ډېپلومېټکو اصولو په خلاف يو اقدام کښې د ايران په خلاف بې بنياد تورونه مطرح کړل.

په دغه غوډنډه کښې د امريکې د مخکيني خارجه وزير مائک پومپئو په شمول يو شمېر وېناوالو د دغې ترهه ګرې ډلګۍ اقدامات چې په ايران کښې د زرګونو کسانو د نېغ په نېغ وژلې ذمه واري د خپلو وياړونو برخه بولي ستائنه وکړه. د منافقينو ترهه ګره ډلګۍ چې د ترهه ګرۍ د ملاتړ حکومتونو مالي او سياسي ملاتړونه ورته حاصل دي په تېرو وختونو کښې هم بهرنيو سياستوالو ته پېسې او بډې ورکړي چې د هغوي په غونډه کښې ګډون وکړي.

که څه هم د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست استازي د سلووېنيا د وزيراعظم وېنا په هيڅ وجه د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو په وړاندې د اروپا د اتحاديې دريځ نه دے ګڼلے خو حقيقت دا دے چې اروپا د ايران په خلاف د امريکې د چلند د بېلګې ترتاثير لاندې شتون لري. دغه تاثير قبلونه په دې لړ کښې له يو لړ څرګندو تناقضاتو سره مل ده. په خپلو ټاټوبو کښې پېژندل شويو ترهه ګرو ته پناه ورکول د دغو دوه رنګيو ښودنه کوي.

د اروپائي اتحاديې د تره ګرو ډلو له لېسټه د منافقينو لرې کول، له دغې ډلې سره د لسګونه ميلين يورو څرګندې مالي مرستې کول او د البانيې او فرانسې په شان هېوادونو کښې د هغوي مېشته کول له ترهه ګرۍ څخه د لويديځ د هراړخيز ملاتړ د دوام ښودنه کوي.

دغه تناقضات هغه وخت په ډاګه کيږي چې د بشري حقوقو دغه ادعا کؤنکي د سعودي رژيم او صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د نړيوالو غندنو باوجود هم هغه شان د وسلو په خرڅولو سره له دغو ماشومان وژونکو رژيمونو او د ترهه ګرۍ له حامي رژيمونو څخه ملاتړ کوي.

په امريکه کښې د نسل پرستانه احتجاجونو د ځپنې او وژلو په وړاندې د اروپا منفعلانه دريځونه او همدارنګ د کډوالو او مهاجرو د وړومبنيو او بنيادي حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ او له قومي او مذهبي اقليتونو په تېره بيا له مسلمانانو سره د نژادپرسته چلندونو په وړاندې د دغې اتحاديې خاموشي د اروپا د بشري حقوقو په عمل نامه کښې ځينې نور تناقضات دي.

په داسې مخينو سره د بشري حقوقو دغه مدعيان په خپلو بيانيو کښې د ايران د خلقو د حالاتو په اړه اندېښنه څرګندوي. اوس پوښتنه دا ده چې آيا دغه اندېښنې د اروپا او امريکې له دوه رنګه دريځونو او اقداماتو سره سمون خوري؟

حقيقت  دا دے چې امريکه او د هغې اروپائي انډيوالان په صحيح معنو کښې دې نتيجې ته رسېدلي دي چې د ايران په خلاف  له زيات نه زيات دباو، بنديزونو او وژلو سياست يوه ماتې خوړونکې پروژه ده. له دې امله کوشش کوي چې له ايرانه د ويرونې بهير ته له زيات نه زيات په مخه کولو او د بشري حقوقو او سياسي آزاديو په قالب کښې د نمائشي اندېښنو څرګندولوسره په خپل ټول توان سره په ايران باندې سياستي دباو وساتي.

د ايران د ولسمشرۍ د نوي پړاو د شروع  کېدو په درشل کښې د دغه بهير سختول او ورسره په يو وخت د ايران په اړه د لويديځ يواړخيزو نظرونو د تپلو لپاره په برجامي خبرو اترو د دباو زياتول له دغه مقصد سره بې ارتباطه نه دي.

------

 

ټیګونه