یواړخیز پالنه د ټولۍ نړۍ لپاره یو(۱) چیلنج :-
(last modified Wed, 14 Jul 2021 09:17:54 GMT )
Jul 14, 2021 13:47 Asia/Kabul
  • یواړخیز پالنه د ټولۍ نړۍ لپاره یو(۱) چیلنج :-

یواړخیزه پالنه(Unilateralism) د نړۍ په سویه په یوه (۱) ګواښ بدله شوي ده .

د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ناپییلي غورځنګ(Non-Aligned Movement ) د خارجه وزیرانو په مینځ پړاوه غونډې کښې په وینا سره  چې په تیرې سې شنبې ورځ د اینټرنیټ له لارې وشوه له یواړخیز پالنې سره د مقابلې پرضرورت ټینګار وکړ .

یواړخیزه پالنه څو اړخیزه ګواښ دی چې د ټولو هیوادونو په برخلیک او نړیوالو اړیکو یې منفي او ورانونکي اغیزونه لرلي دي .

په لا دقیق عبارت باید ووایو د امریکا یواړخیز پالنې په نړیوالې ټولنې باندې ډیر مشکلات ورتپلي دي .

بایکاټ ، له زور څخه د کار اخیستلو ګواښ ، پوځي لاسوهنه او له نړیوالو تړونونو او موافقو وتل په هغو اقداماتو کښې شامل دي چې د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو پرضد دي .

د فرانسې شناند او په ایران باندې د تپلیو بایکاټونو او د هغو د اغیزونو د کتاب لیکوال الکسانډر اوسټین (۱) د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د واشنګټن د حکومت د سلطې غوښتنې یوه (۱) بیلګه وبلله  او ویې ویل د امریکا بایکاټونه سبب شوي دي چې د ایران د وینزویلا او د کیوبا په شان د ملتونو د حقوقو خلاف ورزۍ وشي .

په  همدې دلیل د بشري حقوقو سترې کمشنرۍ د یواړخیزه اقداماتو د منفي اغیزونو او له څو اړخیز پالنې (multilateralism )سره د دغو بایکاټونو د ښکاره توپیر د لرلو په خاطر هغه غندلي دي .

ښکاره خبره ده د دغو اقداماتو په وړاندې د حکومتونو چپتیا د امریکا د یواړخیزه اقداماتو په اندازه تاواني او خطرناکه ده ځکه چې دغه چپتیا او انفعال به په اوږدې مودې  کښې د نړیوال نظم د تخریبیدا سبب شي .

په همدې دلیل نړیواله ټولنه باید له دغه چارې سره مخالفت وکړي او د څو اړخیز پالنې او د قانون د واکمنۍ ملاتړ وکړي .

د ناپییلي غورځنګ د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف وینا په دې زمینه کښې دوو(۲) مهمو ټکو ته اشاره کوي چې بې شکه هغو ته پام کول او ورباندې عمل کول د څو اړخیز پالنې په پیاوړتیا کښې ژور اغیزونه لري .

لومړی(۱) ټکی د یواړخیز پالنې له کبله پایلو ته پام کول دي چې نړیوال اغیزونه لري په همدې دلیل په نړیوال ډګر کښې ورسره باید  مخالفت او مقابله وکړو  .

دوهم (۲)ټکی هغه مسوولیت دی چې نړیواله ټولنه باید د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندې د خپلو حقوقو د ساتلو لپاره ورباندې باید عمل وکړي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې هکله وویل ناپییلی غورځنګ په نړیوال ډګر کښې د یواړخیز پالنې په وړاندې د څو اړخیز پالنې د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت برابرولی شي .

د یوه (۱) واقعیت په توګه باید ومنو چې نړیواله ټولنه اوس له ډیرو او بې ساریو چیلنجونو سره مخامخ ده چې ډیرې ستونزې  د امریکا  په یواړخیزه کړچارونو کښې جرړه لري .

په همدې دلیل د امریکا د یواړخیزه سیاستونو په هکله د نړیوالې ټولنې اندیښنه ډیره زیاته شوي ده .

د دغو مشکلاتو په کلي جاجونې کښې د بیلګې په توګه کولای شو له داخلي قوانینو ورهاخوا په نورو هیوادونو کښې د خپلو قوانینو اعمالولو،  په نړیوالو ژمنو باندې سترګو پټولو او له ترهګرو رژیمونو د ملاتړ او په سیاسي هدفونو سره د سرزورۍ دودیدا او له نیواکګر رژیم سره د فلسطین د ټاټوبي په غیر قانوني ډول د یوځاې کولو په رسمیت پیژندلو ته اشاره کولای شو .

اټومي تړون ته د امریکا خلاف ورزۍ هم د یواړخیز پالنې یوه (۱) بیلګه ده .

د امریکا د حکومت لخوا د یواړخیزه سیاستونو په دوام ټینګار اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د فرصتونو د له مینځه تلو سبب شوی دی  .

دا په داسې شرایطو کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت لوړرتبه چارواکو  په ځلونو ټینګار کړی دی چې هیڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو کوشش نه کوي .

د امریکا د یواړخیز پالنې له کبله د چیلنجونو ټولګې ته په پام سره باید ووایو څو اړخیز پالنه نور د یوې(۱) لارې د انتخابولو په معنا نه ده بلکې سختو نړیوالو چیلنجونو او کړکیچونو ته د مناسب ځواب د ورکولو لپاره یوازنۍ لاره ده .

 

ټیګونه