ترکیه د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه کوي
فارس خبري اژانس وايي د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په لاسوهونکو څرګندونو کښې ادعا وکړه په عراق ، سوریې ، لیبیا او افغانستان کښې د سولې ټینګول د انقرې مسولیت دی .
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون ادعا وکړه له ځمکې لارې به عراق او سوریې ته ورشو .
هغه د لیبیا په هکله هم وویل مونږ به لیبیا ته هم ورشو .
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر سلیمان سویلو دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په عراق ، سوریې ، افغانستان او لیبیا کښې د انقرې پوځي لاسوهنې د دغو هیوادونو د خلکو او د چارواکو او د نړیوالې ټولنې له مخالفتونو سره مخامخ شوي دي او د ترکیې دغه لاسوهنې د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزۍ او نیواکګرۍ ده .
ترکیه په عراق ، سوریې ، لیبیا ، قفقاز ، افغانستان او نورو ډیرو سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري او ورسره پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې کوي .