نایجیریه کښې د حاجیانو په قافلې باندې په حمله کښې ۲۲ تنه ووژل شول
خبري سرچینو پرون خبر ورکړی چې وسله والو کسانو د نایجیریا په مرکز کښې د حاجیانو په یوې قافلې باندې په حملې سره ۲۲ کسان ووژل
خبري سرچینو پرون خبر ورکړی چې وسله والو کسانو د نایجیریا په مرکز کښې د حاجیانو په یوې قافلې باندې په حملې سره ۲۲ کسان ووژل
د ایرنا د خبر له مخې د نایجیریا پولیسو وویل چې وسله والو کسانو د هیواد د مرکز په پلاټو صوبه کښې د مسلمانو حاجیانو د پنځو بسونو په قافلې باندې حمله کړې ده.
خبر زیاتوي، په دغې حملې کښې چې د نایجیریا د پولیسو د ویاندوي په وینا احتمالاً د عیسايي تندلارو وسله والو له خوا شوې، ۲۲ تنه مړه او ۱۴ نور زخمي شوي دي.
نایجیریا له تیرو څه باندې ۱۲ کلونو راهیسې د بوکوحرام، داعش او ځايي وسله والو په شان ترهګرو ډلو سره لاس او ګریوان ده او د دغو نښتو د ختمیدو هم هیڅ نښې نښانې نه ترسترګو کیږي او ورسره په مقابله کښې د نایجیریا د پوځ او پولیسو ناتواني په وروستیو کلونو کښې د یادو ډلو د بریدونو د لازیاتیدو لامل شوې ده.