د ایران او د امریکا ترمینځ د واټن د کمولو لپاره باید هڅه وکړو
(last modified Sun, 26 Sep 2021 00:52:34 GMT )
Sep 26, 2021 05:22 Asia/Kabul
  • د ایران او د امریکا ترمینځ د واټن د کمولو لپاره باید هڅه وکړو

ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بوریل د سیمې په مهمو مسائیلو باندې د غور کولو ضرورت ته په اشارې سره یوځل بیا د اټومي خبرو اترو د سمدستي له سره پیلولو لپاره د دغه اتحادیې ګروهنه تکرار کړه او ټینګار یې وکړ په دې زمینه کښې باید د ایران او د امریکا ترمینځ واټن کم شي .

جوزپ بوریل پرون نیویارک ته د خپل سفر او د هغو کتنو چې د نړۍ د هیوادونو له لوړرتبه ډیپلوماټانو سره یې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې کړي وې د نتیجو په هکله یو (۱) یادښت خپور کړ .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل د دغه یادښت په یوې (۱)برخې کښې چې  د اروپايي اتحادیې د خارجي اقدام د ادارې په پاڼې کښې خپور شو په تیرو اونیو کښې د ویانا د اټومي خبرو اترو بندیدا ته په اشارې سره ولیکل زه هیله من وم چې نیویارک ته د سفر په وخت د اټومي تړون د غړیو هیوادونو د وزیرانو په سویه د دغه تړون د غږملونکي په توګه یوه(۱) غونډه ترسره کړم .

هغه په دې خبرې سره دغه غونډه جوړه نشوه وویل ما د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره نسبتا اوږده غونډه لرلي ده .

جوزپ بوریل د ایران له خارجه وزیر سره د غونډې تر ټولو مهمه بریا د ویانا خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا لپاره د ایران د خارجه وزارت لخوا د تائیدیې ترلاسه کول وباله .

هغه وویل زه هیله من یم چې امریکا زر اټومي تړون ته ورستنه شي او اټومي تړون ته د ایران د پاې بندۍ په بدل کښې د تهران پرضد بایکاټونه ختم شي .

 

ټیګونه