امریکا د پاکستان د اټومي وسلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106298-امریکا_د_پاکستان_د_اټومي_وسلو_په_هکله_اندیښنه_څرګنده_کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د پوځ لوړرتبه جنرالانو په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدا په درشل کښې د پاکستان د اټومي وسلو په هکله اندیښنه څرګنده کړي وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 02:46 Asia/Kabul
  •  امریکا د پاکستان د اټومي وسلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د پوځ لوړرتبه جنرالانو په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدا په درشل کښې د پاکستان د اټومي وسلو په هکله اندیښنه څرګنده کړي وه .

د امریکا د پوځ لوړرتبه جنرالان ادعا کوي چې دوې ولسمشر جوبایډن ته خبرداری ورکړی و چې له افغانستانه په بیړې سره د عسکرو ایستل د پاکستان اټومي وسلو او د هیواد د امنیت لپاره خطرونه زیاتولی شي .

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې (Mark Milley) د مشرانو جرګې سینا د وسله والو ځواکونو کمیټۍ ته په  وینا کښې وویل مونږ د دغه خبرې اندازه ولګوله چې له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو په چټکې سره ایستل به د سیمې ثبات او د پاکستان امنیت او د هغه اټومي وسلو ته خطرونه زیات کړي .

جنرال مارک میلې وویل مونږ باید په بشپړه ډول په پاکستان کښې د ترهګرو د پټنځایونو په هکله غور وکړو او زیاته یې کړه د دغه خبرې په هکله د تحقیق ضروت شته چې طالبانو څرنګه د امریکا د پوځ د دباو په مقابل کښې شل (۲۰) کاله مقاومت وکړ .

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ قومندان جنرال جنرال فرانک میکنیزي وویل زه باوری یم چې له افغانستانه د امریکا د پوځيانو د وتلو په نتیجه کښې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې په پیچلي کیدا دي .

هغه وویل امریکا او پاکستان افغانستان ته د هوايي کوریډور د لاسرسي په هکله په خبرو اترو بوخت دي .

دغه راز د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې وویل چې طالبانو په څو موټرسایکلونوسره کابل فتح کړ او زیاته یې کړه د افغانستان عسکر په یولس (۱۱) ورځو کښې طالبانو ته تسلیم شول او وسلې یې وسپارلې .

بل خبر دا چې د امریکا دفاع وزیر لئویډ اسټین د مشرانو جرګې غړیو ته په وینا کښې وویل امریکا هڅه وکړه چې افغانستان جوړ کړي خو واشنګټن د افغانستان د ملت په جوړولو کښې ناکامه شوی .

دغه راز د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې ویل په افغانستان کښې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د امریکا څه د پاسه دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) پوځيان مړه او ژوبل شوي دي .

هغه وویل په افغانستان کښې جنګ په هغو شرایطو سره چې مونږ وټاکل ختم نشو او په افغانستان کښې د امریکا کابو اتو لکو (۸۰۰۰۰۰) پوځيانو خدمت وکړ چې پکښې دوه زره څلورسوه یوشپیته (۲۴۶۱) ووژل شول او څه د پاسه شل زره (۲۰۰۰۰)نور ژوبل شول .