د روسیې خارجه وزارت د امریکا په اقدام نیوکه وکړه
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران د تیلو د کشتۍ غلا کولو لپاره د امریکا په وروستي اقدام نیوکه وکړه .
هغې پرون د ایران د تیلو د کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا په وروستي اقدام باندې د نیوکې په ترڅ کښې د امریکا غیر مسولانه سیاستونه په فارس خلیج سیمه او عمان سمندر کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا عامل وباله .
ماریا زاخارووا د ایران د تیلو د کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا د وروستي اقدام په هکله د تحقیق غوښتنه وکړه .
د روانې نوامبر د میاشتې په دریمه(۳) نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک زړورو عسکرو د عمان سمندر په اوبو کښې په قدرتمن او په موقع اقدام سره د ایران د تیلو د یوې (۱)کشتۍ د غلا کولو لپاره د امریکا د جنګې بیړۍ عملیات ناکامه کړي وو .