د بي بي فاطمه معصومه(س) د وفات د کلیزې تسلیت ومنئ
نن د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات کلیزه دہ.
نن د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات کلیزه دہ.
د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د غم په نښه د تورو بیرغونو په لګولو او د عزادارۍ د مختلفو دستورو په جوړولو سره، د اسلام له دغې بي بي سره او د رسول الله مبارک له پاکې کورنۍ او اهلبیتو علیهم السلام سره خپله مینه او ارادت څرګندوي.
په قم کښې د حضرت معصومې بي بي په پاک حرم کښې هم د وینا او مداحۍ ځانګړي پروګرامونه کیږي او زیارتوال او د قم زیاتره خلک په حرم کښې ویر او ماتم کوي.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو او خپلو ګرانو اوریدونکو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.