د ويانا د خبرو اترو د نوي پړاو په درشل کښې د امريکې د ګواښناکو دريځونو سختېدل
(last modified Sun, 28 Nov 2021 11:43:25 GMT )
Nov 28, 2021 16:13 Asia/Kabul
  • د ويانا د خبرو اترو د نوي پړاو په درشل کښې د امريکې د ګواښناکو دريځونو سختېدل

برجام اېټمي موافقې ته د امريکې د راستنېدو لپاره د ايران او څلور جمع يو ډلې د خبرو اترو د نوي پړاو د شروع کېدو په درشل کښې واشنګټن د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف خپل ګواښونه زيات کړي دي.

د ايران په چارو کښې د امريکې خاص استازي رابرټ مېلي د تېر خالي په ورځ تهران د دباونو په زياتولو وګواښۀ او وې ويل چې که ايران وغواړي د برجام اېټمي موافقې د راژوندۍ کولو له خبرو اترو  څخه د خپل اېټمي پروګرام ته د چټکتيا ورکولو لپاره د يو برغولي او بهانې په توګه استفاده وکړي، واشنګټن به په تهران زيات دباؤنه راوړي.

د امريکې د دغه لوړ رتبه چارواکي نوې دريځ نيونه په داسې حال کښې ده چې له دې مخکې يې د ايران په اسلامي جمهوريت باندې د امريکې د بائيکاټي او دباولرونکو سياستونو د ماتې خوړلو په اړه اعتراف کړے دے. په دا ډول واشنګټن لا اوس هم د دغې پالېسۍ په دوام باندې ټيګار کوي. د امريکې مخکيني حکومت چې په ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجام اېټمي موافقې څخه له وتلو وروسته د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو جنګ يې شروع کړ چې د خپلې واکمنۍ تر آخره عمر پورې د ايران په خلاف خپل يو ادعائي هدف ته هم ونه رسېدل. د امريکې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د خپل تېر مشر ډونالډ ټرمپ د سياستونو د اپوټه کولو ادعا يې لرله په عملي توګه د برجام او له برجامه د وراخوا مسائلو په باره کښې د خپلې خوښې غوښتنو او شرائطو ته د تهران د مجبورولو په هدف سره د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو سياست ته دوام ورکړے دے. په حقيقت کښې امريکه چې د برجام اېټمي موافقې د اوسني حالت ذمه واره او ګرمه ده په ځاے د دې چې د ګرم په توګه په خپل جرم اعتراف وکړي په يو پروپېګنډه ايز حرکت کښې ايران ګرم بولي او د ايران او څلور جمع يو ډلې ترمېنځ د خبرو اترو د نوي پړاو په درشل کښې يې له ګواښه ډکه پاليسي اختيار کړې ده. ته به وائې چې رابرټ مېلي دا خبره هېره کړې وي چې امرکيه له برجامه په وتلو سره او په اوسني وخت کښې  بې له قېدوشرطه دغې موافقې ته له ستنېدو څخه په ډډې کولو سره د سيمه ايزې او نړيوالې صلحې او امنيت په لړ کښې منفي کردار ادا کوي.

د پام وړ ټکے دا  دےچې د ايران په چارو کښې د امريکې خاص استازي د امريکې د تېرو ادعاګانو په تکرارولو او د څه ضمانت له ورکولو نه بغېر ادعا کړې چې واشنګټن اېټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره چمتو دے او له تهرانه يې غوښتي دي چې متقابله پاليسي ولري. په داسې حال کښې چې واشنګټن د تهران اصلي غوښتنې يعنې د بنديزونو ختمولو ته پې پامي  کوي او په برجام باندې د پابندۍ په باره کښې د څه ضمانت وړاندې کولو ته تيار نه دے.

د برجام په باره کښې د ايران دريځونه او اقدامات او د برجامي ژمنو کمول يوازې د امريکې د بدغوښتونکو اقداماتو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې چې له برجامه د امريکې له وتلو وروسته يې په غاړه اخېستې وي د اروپايانو د بې عملۍ په اړه يو ردعمل دے. همدارنګ امريکې د صهيونېسټ رژيم په ملګرتيا سره د ايران په خلاف د نفسياتي او تبليغاتي جنګ د رامنځته کولو په لړ کښې د ايران د صلح ايز اېټمي پروګرام د فوځي اړخ لرلو ادعا کړې ده. ايران په سختۍ سره دغه ادعاګانې رد کړې دي او په دې خبره يې تاکيد کړے دے چې  د اېټمي وسلو پراختيا د منعي د معاهدې اېن پي ټي د يو لاسليکؤنکي او د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د يو غړي په توګه د صلح ايزو اهدافو په لړ کښې اېټمي ټېکنالوجۍ د حاصلولو حق لري.

داسې ښکاري چې که د بائيډن حکومت وغواړي د ايران او برجام اېټمي موافقې په وړاندې د ټرمپ د حکومت هم هغه لارې ته دوام ورکړي، نو بندون ته به اورسي. نو ځکه امريکه پکار دے د ګواښ لرونکې او له ايرانه د پورغوښتونکي په شان پالېسۍ د غوره کولو په ځاے برجام اېټمي موافقېته د ستنېدو په باره کښې د بائيډن په وعدې باندې په عمل سره  د ايران اصلي غوښتنه يعنې د ټولو يو اړخيزو بنديزونو لغو کول په خپله اېجنډا کښې راولي چې تهران هم د خپلو برجامي ژمنو پوره کولو ته راوګرځي

--------

 

ټیګونه