د چین او ځینو نورو هیوادونو خلاف د امریکې د بشري حقوقو بندیزونه پیل شول
امریکې تیره جمعه د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په تور د چین، میانمار ، شمالي کوریا او بنګله دیش په حکومتونو پورې اړونده څو ارګانونه بایکاټ کړل
امریکې تیره جمعه د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په تور د چین، میانمار ، شمالي کوریا او بنګله دیش په حکومتونو پورې اړونده څو ارګانونه بایکاټ کړل
امریکې د یادو څلورو هیوادونو په حکومتونو پورې اړونده یوشمیر ارګانونه او کسان، په هغه تور چې د بشري حقوقو پراخه خلاف ورزي یې بللې ده، بایکاټ کړل او د مصنوعي پوهې په برخه کښې فعال Sense Time Group نومې د چین د پانګونې شرکت یې په تور لیسټ کښې واچویه.
کاناډا او بریطانیا هم په میانمار کښې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ پورې اړوندو بندیزونو کښې د امریکې ملګرتیا کړې ده. واشنګټن د بایډن په حکومت کښې په وړومبي ځل د شمالي کوریا او د میانمار د پوځي ارګانونو خلاف نوي بندیزونه وضع کړل.
په واشنګټن کښې د چین سفارت د امریکې د دغه کار په غندلو سره ویلي دي: دا اقدام د چین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه او په نړیوالو اړیکو باندې د واکمنو اصولو جدي خلاف ورزي ده. دغه کار د چین او امریکې اړیکو ته سخت تاوان ورسوه او امریکا دې خپله دغه فیصله بیرته واخلي.