چين د سردار سلېماني قتل جنګي جنايت وبلۀ
د چين د خارجه وزارت وياند د امريکې لخوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني قتل د جنګي جنايت يوه څرګنده نمونه وبلله.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې وانګ وېنبين پرون په اخباري کانفرنس کښې وويل: د سردار سلېماني قتل يوه بله نمونه ده چې دا ښودنه کوي چې امريکې څه ډول د ملګرو ملتو د منشور په بنياد په نړيوالو روابطو واکمن اصول په خپل سري توګه کمزوري کړي دي.
وانګ وېنبين د دې په بيانولو سره چې د سردار سلېماني قتل يو جنګي جنايت دے چې امريکې د زور په استعمالولو سره ترسره کړے دے زياته کړه، واشنګټن ځان ته اجازه ورکوي چې دومره مخ په وړاندې لاړ شي چې د نړيوالو قوانينو په خلاف ورزۍ سره له ترهه ګريزې لارې د يو خپلواکه هېواد فوځي قوماندان هدفمن قتل وکړي او همدارنګ په ټوله نړۍ کښې په لکونو بې ګناه عامه خلق قتل عام کړي.
د چين د خارجه وزارت وياند د خپلې وېنا په دوام کښې وويل: امريکې دغه ټول غېر قانوني او وحشيانه اقدامات د ټولې نړۍ د خلقو له سترګو څخه د خپلې ادعا يعنې «د قوانينو په اړه نړيوال نظم» شا ته پټ کړي دي.