نېټو ته د پيوټن نوے خبردارے
(last modified Sun, 16 Jan 2022 11:44:39 GMT )
Jan 16, 2022 16:14 Asia/Kabul
  • نېټو ته د پيوټن نوے خبردارے

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن پرون د خالي په ورځ د روسيې ټيلي ويژن له وړومبي چېنل سره په مرکه کښې ختيځ ته د نېټو د پراختيا او له نېټو او امريکې سره د روسيې د خبرو اترو په اړه وويل: په دې اړه د ماسکو د شاتګ لپاره څه ځاے موجود نه دے. هغه خبردارے ورکړ چې د کرېملېن ماڼۍ خاص ساعت د روسيې د وړانديز د ورځو د شمېر ښودنه کوي.

روسيې د تېر ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۱۷ نېټه هغه خطونه چې د نېټو د اقداماتو په اړه د حقوقو- امنيتي ضمانتونو د وړاندې کولواو د دغه فوځي معاهدې له پراختيا څخه د مخنيوي او د روسيې په پوله ايزو سيمو کښې د  بېخ بناو او وسلو د نه ځاے پرځاے کېدو په خاطر د غوښتنې لپاره د دغه هېو اد وړانديزونه لرونکي ووامريکې او نېټو ته وړاندې کړل. دا مسئله  روان ميلادي کال د جنورۍ په لسمه نېټه د روسيې او امريکې په سټراټيجکو امنيتي خبرو اترو کښې او هم د جنورۍ په ديارلسمه نېټهد اروپا د امنيت او ملګرتيا د ادارې د دائمي شورا په غونډه کښې وڅېړل شوه. د دې هر څه باوجود د دغو خبرو اترو نتيجه منفي وه او دوه اړخيزه اختلافات او تاوتريخوالي هوار شوي نه دي.

له نېتو او امريکې سره د روسيې بنيادي اختلافات د دوو مهمو موضوع ګانو يعنې ختيځ ته د پراختيا لپاره د نېټو د هلو ځلو او د روسيې د لويديځو پولو په ګاونډ کښې په فوځي ځاے پر ځاے کېدو باندې د تاکيد په سر دي.خو د روسيې او نېټو د شورا په قالب کښې د وروستيو خبرو اترو باوجود د دغه فوځي تنظيم لوړ رتبه چارواکي هم هغه شان په نېټو کښې د يوکرائن او جارجيا د غړيتوب په ضرورت تاکيد کوي، په داسې حال کښې چې د ماسکو له نظره د دغې موضوع عملي کېدل د روسيې د ملي امنيت په خلاف نېغ په نېغه ګواښ دے.

په دې زمينه کښې تر ټولو وروستۍ دريځ نيونه کښې د نېټو عمومي سېکتر ينس سټولټنبرګ د خالي په ورځ وويل دغه فوځي ائتلاف په ۲۰۰۸ کال کښې فېصله وکړه چې يوکرائن او جارجيا هم د نېټو غړي شي، خو عملي کېدو وخت يې نه دے ټاکل شوے.

د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف وويل، چې مونږ له لويديځ سره د کار د جاجونې په حال کښې يوواو روسيه د هر هغه بدلون لپاره چې کېدې شي له نېټو سره د يوکرائن د يوځاے کېدو سبب شي چمتو ده.

په عېن  حال کښې نېټو په اروپا کښې د روسيې د محاصرې په لړ کښې له دغه فوځي تنظيم سره د دوو اروپائي هېوادونو يعنې فنلېنډ او سوئيډن زره تر زره يوځاے کېدو غوښتونکې ده.

دې موضوع د ماسکو منفي ردعمل رابرسېره کړے دے. د روسيې خارجه وزارت څه موده مخکې خبردارے ورکړ چې له نېټو سره د سوئيډن او فنلېنډ  د يوځاے کېدو احتمال به جدي سياسي او فوځي نتائج ولري او د ماسکو لخوا به بې ځوابه پاتې نه شي.

بل طرف ته په وروستيو مياشتو کښې له يوې خوا د روسيې ترمېنځ او له بلې خوا په خاصه توګه د يوکرائن په سر د اروپا په ختيځ  کښې له امريکې او نېټو سره تاوتريخوالےاوج ته رسېدلے دے او د امريکې په مشرۍ دغه لويديځ فوځي تنظيم په يوکرائن باندې د حملې لپاره د روسيې د ارادې په بهانه تل ماسکو ګواښي.

از سوی دیگر، در ماه های اخیر، تنش های نظامی بین روسیه از یک طرف و آمریکا و ناتو از سوی دیگر در عرصه شرق اروپا به ویژه بر سر اوکراین به اوج رسیده و این سازمان نظامی غربی به سرکردگی آمریکا به بهانه قصد روسیه برای حمله به اوکراین مدام به تهدید مسکو می پردازد. امريکې د اروپائي اتحاديې ترڅنګه ويلي دي چې روسيه په يوکرائن حمله وکړي نو د ۲۰۱۴  کال د له بنديزونو او اقداماتو نه کله چې کريميه له روسيې سره يوځاے شوه د لا زياتو مالي او اقتصادي بنديزونو په شمول د امريکې او اروپا کښې د هغې د انډيوالانولخوا  له پراخو تلافي کؤنکو اقداماتو سره مخامخ شي.

امريکائي چارواکو خبردارے ورکړے دےچې د دغو بنديزونو لمن به د روسيې د حملې له ماهيت او څه رنګوالي سره تړاو ولري.

په هر حال د ماسکو په وړاندې د نېټو او امريکې نارغانده او جنګ غوښتونکي دريځونه او د هغوي امنيتي غوښتنې په اروپا کښې د روسيې او نېټو د فوځي مقابلې د احتمال د زياتېدو سبب شوي دي چې دا موضوع د اروپا ا نړۍ امنيت په خطر کښې اچوي.

---------

 

ټیګونه