روسيه:
د يوکرائن ۷۴ فوځي مرکزونه تباه کړې شوي دي
د روسيې د دفاع د وزات وياند اېګور کوناشنکوف ويل چې د دغه هېواد فوځ د يوکرائن څلور اويا بېخ بنائي فوځي تاسيسات له منځه اوړي دي.
همدا اوس د روسيې د عملياتو په وجه په ټول يوکرائن کښې فوځي حکومت اعلان شوے دے.
د ريانوسټي په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې کوناشنکوف پرون خبريالانو ته وويل: روسيې ديوکرائن د يولسو هوائي اډو، د زمکني او سمندري ځواکونو درې فوځي هېډکوارټرونه، اتلس رېډاري مرکزونه، د اېس ۳۰۰ او بوک – اېم -۱ نومې هوائي دفاعي سيسټمونه په نښه کړي او له منځه اوړي دي.
هغه زياته کړه، د روسيې د دفاع وزير سرګئ شائګو حکم کړے دے چې د يوکرائن له ټولو جرنېلانو، افسرانو او فوځيانو سره دې محترمانه سلوک اوشي.
د روسيې فيډرل امنيتي ادارې هم اعلان وکړ، له روسيې سره د يوکرائن په پولو کښې ټولو پوله ساتونکو ځواکونو خپل مرکزونه پرېښودي او زياتره له روسيې سره يوځاے شوي دي.
د روسيې د سرکاري ټي وي دويم چېنل د د دغه هېواد د دفاع د وزرات د سرچينو په نقل سره وويل: تر اوس په دونباس سيمه کښې نقريبا ۴۴۰ يوکرائني ځواکونو خپلې وسلې په زمکه اېښودې او تسليم شوي دي.