د يوکرائن د حالاتو او د ويانا خبرو اترو په اړه د ايران او روسيې ولسمشرانو خبرې اترې
(last modified Fri, 25 Feb 2022 01:52:29 GMT )
Feb 25, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • د يوکرائن د حالاتو او د ويانا خبرو اترو په اړه د ايران او روسيې ولسمشرانو خبرې اترې

د کرېملېن ماڼۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ابراهيم رئيسي او د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن په ټيلفوني خبرو اترو کښې د ويانا د خبرو اترو او د يوکرائن د وروستيو حالاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې ولاديمير پيوټن پرون مازيګر له سيد ابراهيم رئيسي سره په ټيلفوني تماس کښې هغه د نړيوالو معيارونو او له ډونېټسک او لوهانسک جمهوريتونو سره د دوستۍ، ملګرتيا او متقابلو مرستو په موافقه ليکونو کښې د روسيې د ژمنو مطابق د دونباس جمهوريتونو له اوسېدونکو څخه د دفاع په خاطر د خاصو فوځي عملياتو د اجرا لپاره د فېصلې په اړه د يوکرائن له حالاتو اګاه کړ.

د کرېملېن ماڼۍ په بيانيه کښې راغلي دي. د ايران ولسمشر هم د امريکې او نېټو بې ثباته کؤنکو اقداماتو په وجه په امنيتي ډګر کښې د روسيې اندېښنه د درک وړ وبلله.

ولسمشر رئيسي او پيوټن په دغو خبرو اترو کښې همدارنګ د ايران د اېټمي موافقې په اړه د ګډ جامع اقدام د پروګرام د ساتنې او پوره عملي کېدنې لپاره د ډېپلومېټکو هلو ځلو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

په دې حقله واضحه کړې شوه چې د ويانا په خبرو اترو کښې وروستۍ موافقې ته رسېدل د سيمه ايز ثبات او امنيت له ساتنې سره مرسته کوي.

د کرېملېن د بيانيې په آخر کښې راغلي دي، د ايران او روسيې ولسمشرانو د جنورۍ په نولسمه په ماسکو کښې د دواړو هېوادونو د مشرانو د غونډې نتائجو ته په پام سره په مختلفو سطحو کښې د دوو اړخيزو ملګرتياو د پياوړتيا لپاره په خپلې کلکې ارادې تاکيد وکړ.

 

 

ټیګونه