د ایران دودونه د نوروز نړیوال کاروان ژوندی ساتي
د ۱۴۰۱لمریز کال د نوروز نړیوالې دستورې ، د یونیسکو ملی کمیشن له خوا د نوروز د حوزې د ځينو ه یوادونو داستازو په شتون سره په همدان ،کرمانشا او سنندج درو ښارونو کې ترسره شوې .
په ایران کې د یونیسکو دملی کمیشن عمومی منشي ټینګار کړی ، دنوروز کاروان د نوروز ددستورو داحیاء او ژوندي ساتلو لپارهاغیزشیندونکی دی او د داخلی او بهرنیو ټوریسټانو د زیاتیدا لامل کیږي .
د ۱۴۰۱لمریز کال د نوروز نړیوالې دستورې ، د یونیسکو ملی کمیشن له خوا د نوروز د حوزې د ځينو ه یوادونو داستازو په شتون سره په همدان ،کرمانشا او سنندج درو ښارونو کې ترسره شوې .
په ایران کې د یونیسکو د ملی کمیشن عمومی منشي حجت ا... له ایران پریس خبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې ددغو پرتمینو دستورو په باب ووئیل ، د نوروز کاروان خپل په زړه پورې او ښکلی او ولولناک سفر ، له تهرانه په مختلفو برخو سره چې د سنندجیانو د دبلې له په زړه پورې سور یو ځاي ؤ ، پيل کړ . ایوبي زیاته کړه ، د نوروز دستورې او جشن ، هغه ښکلاوې او دودونه چې ایرانیان ئې دنوي کال په شپو ورځو کې لري ، دغو شپو ورځو د درستو نړیوالو توجه جلب کړې ده او یوه ترټولو ښه پلمه او فرصت دی څو نړیوالو ته دایراني کلتور د وړاندې کولو لپاره اوحتی پخپله ایرانیانو ته د یوه نوي لاره ور معرفي کړو .
په ایران کې د یونیسکو ملی کمیشن عمومی منشي دغه راز ووئیل ، همدان ، کرمنانشاه اوسنندج درې ایراني نړیو ال ښارونه دي .
یونیسکو سنندج ښار په موسیقۍ کې غوره ښار او کرمانشا د غوره خواړو ښار په توګه معرفي کړي ، څو په نړیواله سویه ثبت شي او د همدان ښار لپاره هم د نړیوالې ثبتیدا لپاره د کاندید په توګه لازم اقدامات روان دي .