د چین ښاریز له کورنۍ تنګ شوی او چیرته وسیږي ؟
زمونږ خبریال وايي د چین یو ښاریز له خپلې کورنۍ څخه پوزې ته په راتلو سره د بیجینګ په هوايي ډ کښې وسیدل پیل کړي دي او هغه له تیرو څوارلسو کلونو راهسې په دغه هوايي ډګر کښې وسیږي .
د چین یو ښاریز د خپلې کورنۍ لخوا د سګریټو او د شرابو د څښلو د کار د پریښودلو لپاره تر دباو لاندې ورغی او هغه د دغه دباو په وجه له کورنۍ څخه تنګ شو او له کور څخه په تښتیدا سره د بیجینګ په نړیوال هوايي ډګر کښې د انتظار کولو په ځاې کښې هستوګن شو .
د چین دغه ښاریز څوارلس کاله کیږي چې په دغه هوايي ډګر کښې شپې او ورځې سبا کوي .
ویل کیږي چې د چین دغه ښاریز چې «ویجیانګو» نومیږي او شپیته کلن دی د خپلې نوکرۍ له لاسه ورکولو وروسته له ذهني ناروغۍ سره مخامخ شوی او بیا یې د سګریټو څکول او د شرابو څښل پیل کړي وو .
هغه وخت د چین دغه ښاریز له څلویښتو تر پینځه څلویښتو کلونو پورې عمر درلود .
کله چې د چین دغه ښاریز خپلې کورنۍ له سګریټو او شرابو څخه منع کړ نو هغه له کور لاړ او د بیجینګ هوايي ډګر کښې دیره شو .
د بیجینګ په دغه نړیوال هوايي ډګر کښې د چین دغه ښاریز ټول اساسي ضرورتونه پوره دي او هغه ته څوک هیڅ مشکل نه پیدا کوي .
د چین دغه ښاریز وايي زه ځکه کور ته نه ځم چې هلته ما ته هیڅ ډول ازادۍ نشته او زما کورنۍ وايي چې زه باید د سګریټو څکول او د شرابو څښل بند کړم ګڼي زه به د کورنۍ غړیو ته حکومتي معاش چې یوسل اوه پنځوس امریکايي ډالره کیږي ورکوم .
د چین ښاریز ویجیانګو وايي که چیرې زه دغه یوسل اوه پنځوس ډالره خپلې کورنۍ ته ورکړم نو د سګریټو او د شرابو لپاره پیسې له کوم ځایه راوړم او ځکه خو مو په هوايي ډګر کښې د وسیدا فیصله کړي ده .