د حضرت امام جعفر صادق (ع)د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
(last modified Fri, 27 May 2022 00:55:39 GMT )
May 27, 2022 05:25 Asia/Kabul
  • د حضرت امام جعفر صادق (ع)د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

حضرت امام جعفر صادق ع په خپل مبارک ژوند کې وتوانیده یو ستر علمي او کلتوري غورځنګ پیل کړی او د شیعه مکتب علمي ستنې پیاوړي کړي .

نن ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال ۲۵ چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د می له ۲۷ نیټې سره برابره ده ، د نړۍ د شیعیانو د شپږم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت کلیزه ده .

حضرت امام جعفر صادق ع په خپل مبارک ژوند کې وتوانیده یو ستر علمي او کلتوري غورځنګ پیل کړی او د شیعه مکتب علمي ستنې پیاوړي کړي .

هغه وخت چی ویجاړونکي او اسلامی ضد افکار د سوچه اسلام په لاره کې ستر خطر وو ، حضرت امام جعفرصادق علیه السلام په خپلو علمي مجاهدتونو سره د اسلامي ضد افکارو د خپریدا مخنیوې وکړ .

حضرت امام صادق علیه السلام د تشیع مکتب د جوړولو په لاره کې ډیر زیات تکلیفونه وکړل تر څو د اسلام د حقیقت او دینی عقلانیت د ستنو په اساس د ستر غورځنګ بنسټ کیږدوی .

په منطق او استدلال سره د امام صادق ع ویناو او مناظرو او دینی شبهاتو ته ځواب ویل د تشیع مکتب په احیا کې ډیر مهم رول درلودلې دې .

د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره د ولایت د اسمان د شپږم ځلانده ستوری حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې درارسیدا په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندي کوي .

 

ټیګونه