چین د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غیر رغنده اقدام نه مني
شین هوا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې هر ډول غیر رغنده اقدام ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ امریکا باید زر تر زره د ایران قانوني او جایزو اندیښنو ته ځواب ورکړي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي د واکمنۍ شورا د غونډې په درشل او د صهیونیسټ رژیم له جنجالي ادعاګانو سره په یووخت په خپل راپور کښې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله یوشمیر تورونه مطرح کړل او ورپسې امریکا ، فرانسې او جرمني د ایران د اټومي پروګرام په هکله د یوه پریکړه لیک مسوده واکمنې شورا ته وړاندې کړه.
د رافائل ګروسي په راپور کښې ادعا شوي ده چې د ایران د پخو شویو یورانیمو زیرمې په اټومي موافقې کښې د اجازې وړ د حد اتلس برابره شوي دي او ایران په تیرو دریو کلونو کښې د اټومي موادو د پیدا کیدا په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پوښتنو ته د معتبرو فني ځوابونو په وړاندې کولو کښې ناکامه دی.
د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان پرون په خبري کانفرنس کښې د ایران پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د احتمالي اقدام په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل چین د ایران تر دباو لاندې د راوستلو او د ایران ضد پریکړه لیک په تصویبولو کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا په هڅولو کښې د اړونده هیوادونو له اقدام سره مخالف دی.
هغه وویل موجودو حقایقو په ځلونو ځلونو ثابته کړي ده چې د هیوادونو تر دباو لاندې راوستل هیڅ مشکل نه حل کوي بلکې یوازې تاوتریخوالي ته لمن وهي او حالات پیچلي کوي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم وویل د ایران اټومي پروګرام کاملا سوله ییز دی او مونږ به د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې هر ډول غیر رغنده اقدام ته پیاوړی او متناسب ځواب ورکړو.