په سیمه او نړۍ کې د ثبات په ټینګېدو کې د ایران رول مهم دی
(last modified Tue, 14 Jun 2022 11:32:54 GMT )
Jun 14, 2022 16:02 Asia/Kabul
  • په سیمه او نړۍ کې د ثبات په ټینګېدو کې د ایران رول مهم دی

په تهران کې د روسیې سفیر ویلي چي ایران د سیمي او د نړۍ د ثبات او امنیت په ټینګولو کې مهم رول لوبوي.

په تهران کې د روسیې سفیر لوان جاګاریان د ایران د لوی څارنوال محمد جعفر منتظري سره په لیدنه کې وویل:  ایران په مختلفو ډګرونو کې روسیې سره رغنده همکاري کوي، دغه ملګرتیاوې باید هر اړخیزه شي.

هغه همدارنګه د روسیې د لوی څارنوال د سلام په رسولو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د شویو موافقو د پلي کېدو په ضرورت تاکید وکړ او د ایران د قضایي قوې له همکاریو څخه مننه وکړه.

 

 

ټیګونه