امریکا دې د افغانستان کنکل شوي شتمنۍ آزادې کړي
(last modified Sat, 25 Jun 2022 07:26:27 GMT )
Jun 25, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان کنکل شوي شتمنۍ آزادې کړي

 په ملګروملتو کې د چین استازي  د امریکاپه وسیله دافغانستان د شتمنیو پر آزادولو په ټينګار سره وئيلي دي ، بهرنۍ مرستې باید د افغانستان موقته حکومت  ته وسپارل شي .

امریکا د تیر کال په اګست کې  له افغانستانه په وتلو پسې ، په  چټي پلمو د افغانستان په بایکاټولو سره ، ددغه هیواد کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ  بلوکه اومصادره کړي دي .

 تسنیم خبری آژانس راپور راکړ ،په ملګروملتو کې دچین استازي  ژانګ جون ددغې موسیسې  دامنیت شورا په ناستې کې  د افغانستان انساني بحران  او   له دغه هیواد سره د مرستو د زیاتولو ضرورت ته په ا شارې سره ووئيل ، امریکا باید  دافغانستان کنګل کړائ شوي  شتمنۍ زر ترزره آزادې کړي .

په ملګروملتو کې  د چین استازي  په دوام کې ووئيل په افغانستان کې مرسته کونکي مختلف اورګانونه او ادارې  باید خپله غږملتیا او همغږي  سره پیاوړي کړي ، هغه ووئيل په دغه بهیر کې   د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو کې د افغانستان د موقته حکومت مالکیّت باید رعایت شي ، چې د مرستو داغیزشیندونکي اجرا لپاره لازم شرط دی .

ژانګ جون همداراز  د یوه خپلواکه او اغیزشیندونکي  حکومت د حکومتدارۍ په پوره کې د افغانستان  دملاتړ او رغند مشارکت په پیاوړتیا ټینګار وکړ .  هغه ددې خبرې په کولو سره  چې په تیرو شلو کلونو کې درسونو ثابته کړې ده چې  په افغانستان کې بهرنیو پوځي لاسوهنو او ماډلونو  هیڅ کارندوالی نه دی درلودلی ، زیاته کړې ده ،  درست لوري باید  د  افغانانو رهبري او  د مالکیّت اصل رعایت  او  د افغانستان له موقته حکومت سره تعامل په عمل پالې رودې سره پیاوړی کړي .

 

ټیګونه