د آسیائي ناټو جوړول د آسیا په خلاف یوه دسیسه ده
و د ختیځ په لور د ناټو پنځه مرحله اي پراختیا له ساړۀ جنګه رانیولې تر دې مهال ، نه یوازې اروپا په لاامن ځاي بدله کړې نه ده ، بلکې د نښتو او درز تخمونه ئې کرلي دي .
په ملګرو ملتو کې د چین استازی ووئيل و ناټو د پوځي اتحاد د پراختیا له لارې د جنګ تخم کري او بیجینګ د آسیائي ناټو د جوړولو لپاره له هرډول اقدام سره سخت مخالف دی .
د ناتو موسیسې عمومي منشي ینس سټولتنبرګ پرون ددغه پوځي اتحاد په سرمشریزې کې د روسیط په ضد د خولې په شخړې سره دغه هیواد د ناټو د امنیت په ضد تر ټولو اوڅاره او نیغ په نیغه ګواښ بللی او وئيلی ئې دي . دغه پوځي اتحادباید پر لرواټنه ما ډرن وسلو د چین د پانګونې په دلیل امنیتی پایلې په نظر کې ونیسي .
ستولتنبرګ په راتلونکو لسو کلونو کې دناټو دسټراټژيک جامع پلان ته په اشارې سره چې د ماډریډ په ناستې کې برې بحث کیږي،ووئيل،په دغه جامع پلان کې هغه چیلنجونه چې بیجنګ ئې دمونږ دارزښتونو،ګټو او امنیت په ضد لري ، درج شوي دي.
انګریز خارجه وزیرې لیز تراس هم په اورکراین کې جنګ ته په اشارې سره په تائيوان باندې د چین د حملې په باب خبرداری ورکړ . هغې په ماډریډ کې دناټو په غونډې کې ووئيل باوري یم ، داقتصادي سرزروۍ له لارې دچین د نفوذزیاتیدا او دیوه توانمن پوځ د جوړولو له لارې ، دغه واقعي خطره رامینځةکوي ، چې دوي دوي داسې تیروتو آ ئيډیاؤ ته ورسږي ، چې په تایوان باندې د حملې په څير په غمیزناکو محاسباتي تیروتنو باندې ختم شي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،په ملګروملتو کې د چین استازي ژانګ جئون د امنیت شورا په ناستې کې ووئيل و د ختیځ په لور د ناټو پنځه مرحله اي پراختیا له ساړۀ جنګه رانیولې تر دې مهال ، نه یوازې اروپا په لاامن ځاي بدله کړې نه ده ، بلکې د نښتو او درز تخمونه ئې کرلي دي .