د عربستان د حج او عمرې وزارت:
۲ لاکه او ۷۷ زره زیارتوال له مدینې نه مکې ته روان شوي دي
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي چې له مختلفو هیوادونو څخه د هوا او ځمکې له لارې څه باندې ۳ لاکه ۵۸ زره زیارتوال مدینې منورې ته تللي دي
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي چې له مختلفو هیوادونو څخه د هوا او ځمکې له لارې څه باندې ۳ لاکه ۵۸ زره زیارتوال مدینې منورې ته تللي دي
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده کړې ده: په روان کال کښې د حج د خصوصي الوتنو له پيلیدو راهیسې تقریباً ۲ لاکه ۸۰ زره حاجیان د مدینې منورې محمد بن عبدالعزیز هوايي ډګر ته راغلي دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د ځمکني مهاجرت مرکز هم د څه باندې د ۵۰ زرو حاجیانو د د ورتګ خبر ورکړی او تراوسه یې د ځمکنیو سرحدونو له لارې د څه باندې ۱۸ زرو کسانو ورتګ تایید کړی دی.