د آسیایي ناټو د جوړولو په وړاندې د شمالي کوریا خبرداری
شمالي کوریا پر جنوبي کوریا، امریکا او جاپان له دې امله نیوکه کړې، چې په فوځي برخه کې د درې اړخیزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره د پرېکنده اقداماتو پرېکړه کړې.
د اوا له راپور سره سم، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د جنوبي کوریا د ولسمشر او د هغه د امریکايي او جاپاني سیالانو ترمنځ د درې اړخیزو پوځي تمریناتو په اړه خبرې اترې چي د ناټو د مشرانو په غونډه کې شوې، په کلکه غندلي دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه بیان کې اعلان وکړ: چي د ناټو وروستۍ سرمشریزې په ښکاره توګه ثابته کړه چې امریکا د روسیې او چین د کنټرولولو او د اروپا د پوځي کولو د پلان په لټه کې ده.
د هغه په وېنا: امريکا پلان لري چې د اسيا پاسفيک په سيمه کې د ناټو په څېر پوځي اتحاد جوړ کړي او د امريکا، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ پوځي اتحاد د دغه پلان د تحقق لپاره يوه مهمه وسيله ده.
په بیانیه کې راغلې: د امریکا او د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د بې پروا پوځي اقداماتو له امله د نړۍ سوله او امنیت له خطر سره مخامخ دی. او په اروپا او په سیمه کې د اټومي جګړې احتمال شتون لري.
امریکا په داسي حال کې د شمالي کوریا په وړاندې لمسوونکو اقداماتو ته لمن وهي چي لا هم په اروپا کې د روسیې او اکراین تر مینځ جنګ په پراخېدو دی.