بریتانیاوال دې دخپلو داخلی مشکلاتو په فکر کې شي
د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې د انګریز حکومت د دوووزیرانو د استعفی په غبرګون کې ووئيل ،لندن له روسیې سره د مقابلې لپاره خپل ټول توان غونډ کړی دی .
د بوریس جانسن حکومت په تیرو میاشتو کې له ډيرو سیاسی او اجتماعی رسوایانو اوترینګلتیاؤ سره مخامخ شوی دی .د کرونائي محدودیّتونو خلاف ورزي او دروغ وئيل هغه موضوعګانې دي ، چې انګریز لومړی وزیر او دهغه حکومت بحران رامینځةکونکی شوی دی . پرون هم د انګلستان د مالیې وزیر ریشي سوناک او دروغتیائي چارو وزیر ساجد جاوید د بوریس جانسن د وروستیو رسوایانو په تاودۀ پړاؤ کې اسعتفی ګانې ورکړې . دواړو وزیرانو وئيلي دي،چې نور خپل وجدان ته په پام سره کار ته دوام نشي ورکولی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې ماریا زاخارووا، د انګریز حکومت د دوو وزیرانو د استعفی په غبرګون کې نن پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،لندن خپل ټول توان له روسیې دمقابلې او د اوکراین په شخړو او ترینګلتیاؤ کې د ګډون لپاره کارولی دی،خو دخپلو داخلی مشکلاتو باندې په ارزونې کې بې وسه دی .زاخارووا زیاته کړې انګریز حکومت ، له روسیې څخه د ویرونې لپاره خپل اساسی اطلاعاتي او استخباراتي ځواکونه ، روزونکي ، خپل تالی څټي او ډيرې زیات مالی لګښتونه یو ځاي کړي دي ، پر دې اساس دوي د خپلو داخلی مشکلاتو اوترینګلتیاؤ د حل جوګه نه دي .