په سردشت باندې د کیمیايي حملو عاملانو ته دې سزا ورکړې شي
(last modified Sat, 16 Jul 2022 06:15:49 GMT )
Jul 16, 2022 10:45 Asia/Kabul
  • په سردشت باندې د کیمیايي حملو عاملانو ته دې سزا ورکړې شي

ایران وايي هغه څرګنده کړه چې د جنګي جنایتونو د ترسره کونکو او په دې لړ کښې د مرسته کونکو کیفري تعقیب او سزا ورکول د ټولو دنده ده

جنیو کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې د ایران سفیر او دائمي استازي په سردشت ښار باندې د عراق د بعثي رژیم د کیمیاوي وسلو د حملې په کلیزه، د دغه جنایت د ترسره کونکو او ملګرتیا کونکو د پيژندلو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې اسماعیت بقايي هامانه د سویټزرلینډ په جنیوا کښې، په ایران باندې د تپلي جنګ په دوران کښې د کیمیاوي وسلو د استعمال د بشري حقوقو د اړخونو په هکله غونډې کښې، د سردشت د شهیدانو او کیمیاوي جانبازانو د درنښت په ترڅ کښې، د درملو او درملنې په لړ کښې د امریکې بشري ضده بندیزونه د سردشت د غمیزې په قربانیانو باندې څو چنده ظلم وباله.

بقايي هامانه زیاته کړه: امریکې او د جرمني او هالینډ په شمول څو نورو اروپايي هیوادونو په کیمیاوي وسلو د عراق د ختم شوي ډیکټاټور صدام د رژيم په سنبالولو کښې نه انکاریدونکی رول درلود.

هغه څرګنده کړه چې د جنګي جنایتونو د ترسره کونکو او په دې لړ کښې د مرسته کونکو کیفري تعقیب او سزا ورکول د ټولو دنده ده.

د ویلو ده چې د ۱۹۸۷ کال د جون په ۲۸ نیټه د عراق د بعث رژيم الوتکو د ایران په شمال لویدیځ کښې د سردشت د بې دفاع او مظلوم ښار په څلورو ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو باندې کیمیايي بمونه وورول.

په دغې ناځوانمردانه حمله چې د ښار ۱۱۹ تنه ملکي وګړي شهیدان شول او له اتو زرو زیات ښاریز د زهرجنو ګیسونو له امله زخمي او په مرضونو اخته شول.

د دغې حملې زیاتره زخمیان تراوسه د زهرجنو ګیسونو له آثارو او زخمونو رنځیږي.

 

ټیګونه