امریکاباید د ایټمي خبروپه باب د ایران منطقي اندیښنوته ځواب ورکړي
(last modified Thu, 11 Aug 2022 00:07:37 GMT )
Aug 11, 2022 04:37 Asia/Kabul
  • امریکاباید د ایټمي خبروپه باب د ایران منطقي اندیښنوته ځواب ورکړي

د جامعې نړیوالې ايتمي خبرواترو  پړاؤ د اګست په اتمه پاي ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې لوري خپلو پلازمینو ته دسیاسی فیصلې په اړه د مشورو لپاره وګرځي.

د چین دخارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ،امریکا  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د وتلو د بيلونکي په توګه باید زرترزره سیاسی فیصله وکړي او د ایران منطقي اندیښنو ته  ځواب ووائي.

د چین خارجه وزارت ویندوي وانګ ون بین  جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د امیرکا دبیرته ستنیدا لپاره  په ویانا کې د  نړیوالې ایټمي  خبرواترو په باب له فرانس پریس خبري آژانس  سره په خبرو کې ووئيل،دغه هیواد  دهغه هیواد په توګه چې د ایران دایټمی بحران پيلونکی دی،بایدله دې روښانه درک چې  کارونه په کوم لور روان دي ، ولرل شي  او همداراز دې زرترزره سیاسی فیصله وکړي او د ایران منطقي اندیښنو ته دې مثبت ځواب ووائي او خبرې اترې ددې  جوګه کړي څو زرترزره یوې ښې نتیجې ته ورسیږي.

 وانګ ون بین زیاته کړې ، چین  په کیدونکو خبرواترو کې فعال ګډون کړی او  اصلي لارې ته دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې له بیرته ستنیدا سره به بشپړ مرسته وکړي.

د جامعې نړیوالې ايتمي خبرواترو  پړاؤ د اګست په اتمه پاي ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې لوري خپلو پلازمینو ته دسیاسی فیصلې په اړه د مشورو لپاره وګرځي.

 

ټیګونه