ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120696-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپانو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 07, 2022 11:16 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپانو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

 د تهران ورځپاڼو په سره کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د اول مخ د سر خبر یې د ایران ایټمي مذاکراتو ته بیل کړی او لیکلي یې دي: د برجام مذاکرات بیا هم له بندون سره مخ شول.

د خبر په تفصیل کښې لولو: د ایټمي مذاکراتو بهیر چې له دې مخکښې اروپايي اتحادیې د ایټمي موافقې د ترسره کیدو په هکله هیله ښودلې وه، د اروپا وړاندیزي پیکیج ته د امریکې او ایران د ځواب له ورکولو وروسته داسې ښکاري چې یوځل بیا له بندون سره مخامخ شوی دی او دا خبره د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل په وروستیو څرګندونو کښې محسوسیدې شي.

له بلې خوا د ایران د مذاکراتي ټیم صلاحکار ویلي دي: ایران به په ایټمي موافقه کښې شکونه او خلاګانې ونه مني.

د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوې تاکید کړي چي موافقې ته د رسېدو شرط، د بندیزونو د لیرې کېدو د دوام په هکله تضمین دی او بل دا چي په راتلونکو کې په ایران باندې د فشار د راوستلو هیڅ یو اړم پاته نشي او ایران هم د یوې داسې موافقې په لټه کې دی چي په کښې د ایران د خلګو اقتصادي ګټې تامین، سوداګریز محدودیتونه لیري او د تېلو په پلور یې غیر قانوني بندیزونه ختم کړایشي.

په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم سلاکار محمد مرندي په یو ټویټ کې ولیکل: بورل د امریکا ملګری دی او دا هیروي چي د دغو مذاکراتو لامل له موافقې څخه د لوېدیځوالو سرغړونه او هغه فشارونه دي چي ایراني وګړي یې هدف ګرځولي دي، هغه هم په داسي یو حالاتو کې چي ایران په دې موافقې باندې پوره پوره ژمن پاتي وو.

مرندي زیاته کړه: ایران تشې، شک او شبهې نه مني، امریکا په اروپایي اتحادیې باندې دا ډول ځینې لګښتونه ورتپي.

د ایټمي موافقې په لړ کښې هم دا شکونه او د فیصلې نه کیدل سبب شول چې د ایران په بازار کښې له پرون راهیسې د بهرنیو اسعارو او د سرو زرو بیې مخ په زیاتیدو شي.

 

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د دې خبر په خوا کښې د خوارځواکۍ وهلي یو وچ کلک ماشوم انځور خپور کړی چې د تشو هډوکو یوه پنجره ښکاري او لاندې یې ترې لیکلي دي: په صومالیا کښې غمیزه، ۷۰۰ ماشومان له لوږې مړه شول.

 

د هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لولو چې په نایجیریا کښې د پخوانۍ بوکوحرام ډلې چې اوس په داعش بدله شوې ده، له سلو زیات ترهګر د دغه هیواد له پوځي ځواکونو څخه د تیښتې پرمهال په سیند کښې غرق شوي دي.

*/*/*/*/

د اقتصادي چارو د خبرونو خپرونکې (اسکناس) ورځپاڼې بیا د طالبانو په پړاؤ کښې د ایران او افغانستان د تجارت څیړنه تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده چې ځیني مهم ټکي ترې راخلو، لیکي:

د ایران د سوداګرۍ خونې په خپل تازه رپورټ کښې له افغانستان سره د ایران د تجارتي وضعې جاج اخیستی چې د طالبانو په پړاؤ کښې د احصائیو د محسوس کموالي ښودنه کوي. په افغانستان کښې د سیاسي بدلونونو رامینځته کیدو او د دغه هیواد د خلکو له لاسه د خپلو شتمنیو ورکول له ایران څخه افغانستان ته د شیانو په صادراتو کښې د پام وړ کمي او هم داشان په ۱۴۰۰ کال کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي تعاملاتو د زوال سبب شول.

د تیر ۱۴۰۰ لمریز کال د پسرلي په پرتله د سږني کال په اولو دریو میاشتو کښې افغانستان ته د ایران په صادراتو کښې ۳۵ فیصده کمی راغلی دی البته د صادراتو د کمیدو دغه بهیر په افغانستان کښې د تیر کال په دویمې نیمايي کښې د سیاسي بدلونونو په راتلو سره پیل شو.

ماهران وايي چې په افغانستان کښې د سیاست جوړونې ګډوډي د تجارتي راکړې ورکړې اندازه کمه کړې ده حال دا چې طالبانو ویلي وو چې له ګاونډي هیوادونو سره د سوداګري راکړو ورکړو نیت لري.

*/*/*/*

اوس به راشو ابرار ورځپاڼې ته چې د نورو خبرونو ترڅنګ یې په وړومبي مخ د سپاه پاسداران د قومندان څرګندونو ته ځاې ورکړی او په غټو ټکیو یې د دوي دا خبره راخیستې ده: د ایران فیصلې د امریکې په انتخاباتو باندې اغیزه کوي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټینګار وکړ ، نن سبا د ایران د اسلامی جمهوریت سیاسي فیصلې ، د امریکا په انتخاباتو کې ټاکونکی رول لري او د سپینې ماڼۍ برخلیک دامام خمینی له حسینیې څخه اغیزمن دی .

 سردار حسین سلامي د هیواد د پوهنتونونو د بسیجي استادانو په یو سمینار کې چې پرون ترسره شوی ووئیل، امریکا هره هغه نقشه او پلان چې ئې لري، په سیمې کې نشي پلی کولی،اوپه یقین سره پخپلو پلانونو کښې ماته خوري.

سردار حسین سلامي زیاته کړې، په ډيرو ټیکنالوجیو کې په لومړي لمبر یوو او حتی ځیني زبرځواکونه د ایران د وسلو اخستونکي شوي دي او د ګډو ملګرتیاؤ وړاندیز کوي او د هوافضادفاعي سسټم په زمینې کې د نړۍ لا برلاسه قدرتونه هم له مونږ وروسته پاتې دي.

 هغه د دې خبرې په کولوسره چې په ایران کې د پردیو نظامونو د پلرني میراث وخت ختم شوی دی،ووئیل، دا ټول په دې دلیل دي چې پرَدیو ته مو د تمې سترګې نه دي نیولي او  له پرَدیو څخه امید او تمې ختمول، د قدرت اوپیاوړتیا سبب کیږي.

 د سپاه پاسدارانو قوماندان ووئيل ،نن سبا ماډرن مخه نیونکي سسټمونه او ټيکنالوجۍ کاروو ځکه قدرتمند یوو او د جنګ په اړه هیڅ اندیښنه نه لرو. سردار سلامي ټينګار وکړ،که بندیزونه دوام وکړي نو خپه کیږو نه ځکه د پرَدیو ملاتړ ته هیڅ تمه نه لرو.

*/*/*/*/*/*/

بهرنی ورځپاڼې

لاتين ټايمز ورځپاڼه:

د لاتین ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د روسیې پر سفارت وروستي برید په افغانستان کې پر یوې بهرنۍ ډیپلوماټیکي نماينده ګۍ کم ساری برید بللی دی او وايي، د دوشنبې په ورځ یو ځانمرګی وتوانېده چې خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکې مواد په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته وچوي او ددې سفارت دوه کارکونکیو په شمول څو تنه ووژني.

ددې برید مسؤلیت د داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

لاتین ټایمز دا برید د هغو بریدونو په لړۍ کې چې په تېر یو کال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې رامنځته شوي تازه پېښه ګڼلې او وايي، کابل کې پر یو بهرني ډیپلوماټیک دفتر دا برید داسې مهال کېږي چې پر کابل د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ تر کال زیاته موده کېږي او په دې موده کې پر یو بهرنۍ ډیپلوماټیکي استازولۍ دا ډول لومړني برید دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې طالبان د نړۍ هېوادونه هڅوي چې په کابل کې دې خپل سفارتونه پرانیزي.

روسیې که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته یې هم په کابل کې سفارت پرانیستی دی.

روسیې همدارنګه په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې هم د طالبانو ځینې ډیپلوماټان منلي دي.

*/*/*/

ګارډين ورځپاڼه:

او له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼه د افغانستان په اړه بشري حقونو د څار د سازمان وروستي راپور ته په اشارې وايي، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهيسې ، سلګونه هزاره توکمه افغانان د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د راپور په استناد زیاتوي، په تېر یو کال کې په افغانستان کې په ۱۳ جلا جلا بریدونو کې تر ۷۰۰ زیات هزاره وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان طالبان تورن کړي چې د خپلو پخوانیو ژمنو پر خلاف د هزاره قام او نورو مذهبي لږکیو په خوندیتوب کې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي چې له مرګونو بمي او انتحاري بریدونو یې وژغوي او له قربانیانو او کورنیو سره یې پر وخت د روغتیايي مرستې وکړي.

*/*/*/*/*/*