د آزادې غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کښې د ایران دوه لوبغاړي فاینل ته ورسیدل
د ایران دوه پهلوانان په صربیا کښې د کًشتۍ یا آزادې غیږنیونې د نړیوالو سیالیو پاې لوبې ته رسیدلې دي
د آزادې غیږنیونې د لوبو په دوران کښې د څلورو وړومبنیو وزنونو په سیمي فاینل سیالیو کښې چې بیګا ماښام د صربیا په بلګراډ ښار کښې ترسره شوې، محمد نخودي او حسن یزدانۍ د دغو لوبو په ۷۹ او ۸۶ کیلوګرامه کیټاګریو کښې د نړیوالې اتلولۍ فاینل ته ورسیدل او هم داشان امیر حسین زارع د ۱۲۵ کیلوګرامه وزن په سیمي فاینل کښې په ماتې خوړلو سره د رده بندۍ سیالۍ ته پاتې شو.
په ۸۶ کیلوګرامه برخې کښې د ایران حسن یزداني په دویم پړاؤ کښې د مولداوي پهلوان ایوان ایچیزلي ته د صفر په بدل کښې په لسو پواینټونو ماتې ورکړه.
یزداني هم داشان په کوارټر فاینل سیالۍ کښې د پولینډ پهوان ته د صفر په بدل کښې په ۱۱ پواینټونو ماتې ورکړه او په سیمي فاینل کښې یې هم له سلواکیا هیواد څخه د نړۍ د سپینو زرو د میډل خاوند بوریس ماکو یُف ته هم د په ۱۰-۰ سره ماتې ورکړه او فاینل یا پاې لوبې ته ورسید.
هغه به په پاې لوبه کښې له امریکې څخه د اولمپک او نړۍ د اتل ډیویډ ټایلر سره سیالي وکړي.